IQNA

ایران،مصر او بحرین؛د روسیې د قرآن دنړیوالو سیالیو د اتلوالئ مدعیان دي

10:04 - July 27, 2024
د خبر لمبر: 3489594
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآني چارو دنړیوال داؤر او قاضي  دې ته په اشارې سره چې  هغه سیالۍ چې دمګړئ په روسیې کې روانې دي،  هغه اصلي سیالۍ چې هر کال په ماسکو کې کیږی، نه دي  او  دا د هغوي یو فروع دي، ووئيل؛  د هغو ارزونو په اساس چې تراوسه پورې  تلاؤتونه وړاندې شوي دي، د ایران ،مصر  او بحرین نمایندګان  د لومړۍ مقام د ګټلو مدعیان دي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د روسیې  په هیواد  او کازان ښآر کې د قرآن کریم د نړیوالۍ سیالئ د زمري یا اسد د میاشتې په دوهمه نیټه د ایران د استازي امید حسیني نژاد په شتون سره پیل شوي دي او په همدې ورځ په دغو سیالیو کې  دایران د استازي  د تلاؤت شاهدان هم وو.

د ایران د قرآنی چارو یو مخکښ شخصیّت غلام رضا شاه میوه چې  ددغو نړیوالو سیالیو د قاضیانو په ډلې کې  هم شتون لري،  په دغو سیالیو کې ئې د امید حسیني نژاد د تلاؤت پّ باب د ایکنانیوز خبریال ته ووئيل، حسیني نژاد ډير ښه تلاؤت وړاندې کړی او کابو د هغه پروګرام  له اتیا تر ۸۵فیصدي برخه ئې چې د ځان لپاره  پلان  کړی ؤ  پلې کړې ده.

هغه ووئيل، د ایران د نماینده د تلاؤت په وخت کې د غږ سسټم هم تر یوه حده بدلون درلود، او همدغه چاره لامل شوې چې  قاري د خپل آواز بیرته غږ په سمه توګه وانه وریدل شي.شاید هغه ۱۵فیصدي غږ چې  هغه ونه توانید پخپل تلاؤت کې ئې پلی کړي ، په همدې علت ؤ . که هغه خپل غږ بیرته په ښه توګه اوریدلی شوئ، نو خپل پروګرام ئې په سلو کې سل پلی کولی شو. سره له دې بیا  مو هم له هغه ډير په زړه پورې تلاؤت واوریدل شو او  د قاضیانو د اکثریّت نظر  پر دې ؤ چې  دغه تلاؤت د سیالیو د ممتازو تلاؤتونو برخه ده.

شاه میوه په دوام کې په دغو سیالیو کې د حاضرو سیالي کونکو د کیفیّت په باب هم ووئيل، سره له دې چې په دغو سیالیو کې د حاضرو هیوادونو  شمیر لږ دی ،خو انصافا د چین، ایتوپیا او د یو دوو افریقائي هیوادونو په څير د هیوادونو  دنمایندګانو پرته حاضر زیاتره قاریان له ډيرې ښې سطحې برخمن دي.

د قرآڼ کریم د نړیوالو سیالیو دغه قاضي دغه راز ووئيل، د بحرین هیواد نماینده هم له ښې سطحې برخمن دی او  د ملایشیا  هیواد د قرآن په نړیوالو سیالیو کې د  شتون مخینه او  ددغو سیالیو د لومړي مقام ګټل  پخپلې کارنامې کې لري. د مصر نماینده هم ډير ښه تلاؤت وړاندې کړی او د دوي ترڅنګ دمونږ دهیواد نماینده  هم ډير په زړه پورې تلاؤت  کړی دی. دهغه څه په اساس چې تراوسه پورې  آوریدل شوي دي،او هغه ارزونې  چې  د نمبرو له پلوه مو درلودلي ، احساس کوم  چې اول تر دریم لمبر پورې به د الیران ،بحرین اومصر نمانیندګان وي.

شاه میوه  په پاي کې ددغو سیالیو د قاضیانو د ډلې په باب هم ووئيل، د قاضیانو د ډلې مشر ډاټر صادق د یمن هیواد  دی او  یوسف الازهري  دبنګله دیش  او د مصر محمد ماهر هم په ددغو سیالیو د قاضیانو په ډلې کې دی ، دې ته په پام سره چې  ددغو کسانو ترڅنګ موجود یم ، زما ارزونه  د دوي د قضاؤت په باب  مثبت ده ،البته  دروسیې او متحده عربی اماراتو  قاضیانو په با څه خاص پيژندګلوي نه لرم.

https://iqna.ir/fa/news/4228337

 

captcha