IQNA

په جرمنی کې پر دوو مسلمانانو په چاقوانو سره حمله شوې

16:08 - July 27, 2024
د خبر لمبر: 3489598
ایکنا – په جرمني یوه ۴۰کلن کس د مسلمانانو په ضد په کرکیجنې او توکمیزې موخې سره پر دوو ځوانو مسلمانانو په چاقو سره حمله وکړه او دواړه ئې ټپيان کړل.

ایکنانیوز د عربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، د جرمني عمومي څارنوالۍ په جاقو سره له هغې حملې وروسته چې ددغه هیواد په جنوب کې په میونیخ ښار کې شوې،او د دوو مسلمانو ځوانانو دټپي کیدا سبب شوې ،د یوه کس څيړنې پيل کړې.

د جرمني د عمومي څارنوال په اعلامیې کې راغلي دي چې دغه ۴۰کلن افراطي وګړی  په کرکیجن  او توکمیز جرم شکمن دی.

په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلي دي، شواهد ددې ښودنه کوي چې دغه کس دغه اقدام د اسلام ضده احساساتو له پلوه ترسره کړی دی.

د تیرې سه شنبې په ورځې هم یوه جرمني ښاریز له کوم دلیل پرته په چاقو سره د ریل ګاډي له تمځاي سره نزدې په دوو کسانو چې یو ۱۸ او بل هم ۲۵کلن ؤ حمله کړې ده. دغه حمله هم د هردواړو کسانو د مرئ او ملا باندې دټپي کیدا سبب شوې  او دواړه روغتون ته بیولل شوي وو. په هغو کې یو کس له روغتون څخه رخص شوی خو دوهم کس تر اوسه پورې په روغتون کې بستري دی،که څه هم څارنوالی اعلان کړ ی دی چې هغه ځوان له خطرې بهر دی.

د بشری حقوقو  یوه دفاعي فعال الماز تفرا په وینا ، ډریی مسلمانان چې په جرمني کې پرې توکمپآلې حملې شوي ، پولیسو ته  شکایتونه نه کوي،ځکه دوي په دې اند دي چې ددغه هیواد چارواکي به ددوي په شکایتونو هیڅ غور ونه کړي.

هغه زیاته کړې ده ،ددغې بې باؤرئ په دلیل، په هرو لسو مسلمانانو کې چې  په دغه اروپائي هیواد کې پرې توکمپاله حمله کیږی،نهه کسان پولیسو ته  له راپوره ډډه کوي ،ځکه دجرمني  چارواکو له دې په مخکینیو شکایتونو  هم سترګې پټې کړي دي.

د بشری حقوقو دغه مسئول وئيلي دي، په یوې جامعې مطالعې کې چې د جرمني د حکومت په وسیله د منصوب شوو خپلواکه کارپوهانو یوې ډلې په درو کلونو کې  ترسره کړې، ښودلې ئې ده چې د مسلمانانو په ضد دښمني د جرمني پّ ټولنې کې په کلي توګه پراخه شوې ده. هغه ټينګار کړی دی چې ددغې مطالعې د نتیجو پّ اساس هره ورځ په جرمني کې درې مسلمانانو باندې تیري کیږی او دې چارې د مسلمانانو د هرې ورځې پر ژوند منفي اغیزې شیندي.

هغه په عین حال کې روښآنه کړې ده ، په جرمني کې دمسلمانانو په ضد توکمپآلنه کومه نوي ښکارنده نهده،خو د جرمني حکومت په رسمي توګه دا په رسمیّت نه ده پيژندلې. پردې اساس له دغه سپير اقدام سره د مقابلې لپاره په کافي اندازه  کوم اقدام نه کوي.

د مئ په څوارلسمه نیټه د جرمني حکومت اعلان کړی د چې د روان کال له جنوري ترمارچ میاشت پورې په مودې کې د مسلمانانو په ضد  دنفرت له امله ۲۱۳جنایتونه ثبت شوي دي .

جرمني  په څه دپاسه ۸۴میلیونو نفوسو سره له فرانسې وروسته، دوهم اروپائي هیواد دی چې ترټولو زیات مسلمانان لري چې شمیر ئې کابو پنځه میلیون کسانو ته رسیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4228376

captcha