ایکنانیوز راپور راکوي، د قم دعلمیه حوزې د مدرسیّنو ټولنې په یوې اعلامیې کې د جرمني د پولیسو ځيږ اقدام محکوم کړ دی. د اعلامیې په متن کې راغلي دي، په هامبر ګ کې د جرمنی د پولیسو دغه سپير او غیر انساني اقدام ددیني آزادیو د اوصولوپه خلاف او یو غیرقانونی حرکت دی. دغه مرکز اسلامی معارفو او معنویّت د دودولو دهغې ټولګې یو ترټولو مهم مرکز دی چې د افراط پالنې شنډونکی او د سرزورو بهیرونو د ودې مخه نیونکی دی. بې شکه دغه غلط او سیاسی او غرضي اقدام ددین په ضد د منحرفو بهیرونو د پنځولو فرصت برابروي او د جرمني واروپا دیني چاپیریالونه به له جدي مشکلاتو سره مخامخ کړي.
د قم د جامعه مدرسیّنو ټولنې په دغې اعلامیې کې په دغه مرکز باندې دجرمني دپولیسو د حملې په محکومولو او د مسلمانانو په تیره بیا د شیعیانو لپاره د غیر منطقي محدودیّتونو د رامینځةکولو دغه غیر قانوني اقداماتو په غندلو سره له ډيپلوماټيکو مسئولانو او نورو اړونده ادارو غواړي، د هامبرګ د اسلامی مرکز او امام علی جومات له فعالیتونو څخه په حقوقي تعقیبونو او ددغه مرکز د پرانیستلو موضوع په جدیّت سره تعقیب کړي.
د جرمنی حکومت دې هم پوهه شي، داسلام دین د اخلاقو، معنویّت او د سولې او دوستۍ دین دی.له اسلامه ویرونکی بهیر او له اسلام سره ډغرې وهل د نړیوال صهیونزم یوه راونه دسیسه او حربه ده او د صهیونیسټي مرکزونو د پلانونو په لارې کې حرکت به د جرمني حکومت او ملت ته له بل هرڅه لازیات تاوان ورسوي.
که څه هم دغه حمله او د دیني او عبادتی مرکزونو په ضد ددباؤ زیاتول ، د نړۍ دمسلمانانو،په جرمني کې د اوسیدونکو مسلمانانو ،عالمانو، متفکرانو ،پوهنتونوالو ودینی رهبرانو د خپکان سبب شوې،خو د قانون رعایتول او دآرامښت ساتل لومړیتوب دی او هیله مند یوو په دوامدارو تعقیبونو سره زرترزره دغه مسئله پاي ته ورسیږي او په جرمني کې د دیره شیعیانو او ټولو مسلمانانو حقوق باید تامین شي. ان شاالله.
https://iqna.ir/fa/news/4228629