IQNA

10:38 - July 29, 2024
د خبر لمبر: 3489606

د یوه ژمن نسلی روزنې او دکورنۍ په لوړتیا کې د ښځې لوړمقام

ایکنا – میرمن معصومه جعفري ووئیل؛ په اسلام کې د میرمنې ځائيګی  د هغې انسان جوړونکې مور او ماندنې  رول ته په پآم سره چې  لري ئې، د ټولنې په  اډاڼئ کې یو بنیادي اهمیّت لري او له بل پلوه په قرآن کریم او روایتونو کې هم پر دغه شان ارزښتمن ځائيګي ډير ټينګار شوی دی.

د یوه ژمن نسلی روزنې او دکورنۍ په لوړتیا کې د ښځې لوړمقام

ایکنا نیوز راپور راکوي، د ماډرن چیلنجونه او لوړه کورنۍ ؛نومې نړیوال وبینار  د ایکنانیوز خبری آژانس په همت او د ولسمشرۍ د میرمنو و کورنۍ د چارو د مرستیالۍ په ملګرتیا سره د اوسنئ د ژمنې کورنۍ د نړیوال غورځنګ د جوړیدا د ضرورت د ارزونې په موخې سره  د زمري د میاشتې په شپږمه ترسره شو.

په دغه نړیوال وبینار کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولمسشر مرستیالې میرمن ډاکټر انسیه خزعلی او د یوشمیر نورو نړیوالو متفکرانو او پوهنتوني استاذانو او دعلمیه حوزو مدیرانو خپلې لیدتوګې بیان کړې.

د پاکستان د جامعةالزهرا دعلمیه حوزې مدیرې معصومه جعفري د ؛الهي  او فطري  کورنۍ  د اخلاقو  او دکورنۍ د جوړولو د ضرورت  په دودولو کې د میرمنو رول؛ په موضوع سره  وینا وکړه.

جایگاه والای زن در تعالی خانواده و پرورش نسلی متعهد + فیلم

د قرآن کریم او روایتونو په رڼا کې د میرمنې رول

 د پاکستان د جامعةالزهرا د علمیه حوزې مدیرې میرمن معصومه جعفري  ټينګار وکړ، زما په نظر ،په ویاړ سره وئيلی شم  چې د میرمنې یوه خاص ځانګړنه او لومړنی مثال   د قرآن له نظره د کورنۍ په چاپیریال کې د بچي پر روزنې سربیره ، د میرمنې د وجود آرامښت  دی چې د روم د مبارکې سورې په ۲۱ ایت کې خداوندمتعال  فرمائي ؛ وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا..  او د هغه(قدرت او ربوبیّت) نښې دا دی چې د تاسو لپاره ئې د همدا د تاسو له جنسه همسران وپنځول څو د هغو ترڅنګ ارامښت ولرئ.:: همداراز  د اعراف سورې  په ۱۸۹آیت کې  بیا فرمائي ؛ هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا: هغه هغه څوک دی چې تاسو ئې یوه کس څخه وپنځولئ او له هغه ئې یوه همسر راپیدا کړه  څو د هغې ترڅنګ آرامښت ولرئ،: نو ځکه وینو چې خداي تعالی میرمن خلق کړه چې د خپل خاوند، کورنۍ  او بچیانو  لپاره د ارامښت سبب ده. خداوندمتعال  میرمنې ته یوالهي قدرت اولوړ ځائيګی ورکړی دی چې په کور کې د آرامښت د رامینځة کولو سبب کیږي.

 دهغې په وینا ، له یوه پلوه یو بل هغه ډير لوي رول  چې  په اسلام کې خدای تعالی د هغې لپاره ډير مهم ګرځولی دی، د بچیانو زیږول دي ،د نسل د بقاء مسئله ده چې د قرآن کریم د بقرې د مبارکې سورې په ۲۲۳ آیت کې خداي تعالی فرمائي؛ نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ ..  » او دغه راز آیت الله طباطبائي  پخپل تفسر کې  په ډير ښکلا سره  ورته اشاره کړې ده چې له یوې اسلامی ټولنې سره د میرمنې نسبت د یوه پټي او مځکې دی چې څه شی پکې کرل کیږي،ښیرازه مځکه د  تخم د بقاء اوساتلو لپاره لازمه ده ،نو ځکه  د میرمنې وجود دیوې ټولنې د بقاء لپاره لازم دی او که میرمن نه وي ،نو انسانیّت او دانسان پاک فطرت به  هم نه وي.

همداراز د نحل مبارکې سورې  په ۷۲ آيت کې  راغلي دي ؛ وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنۡ أَنفُسِكُمۡ أَزۡوَٰجࣰا وَجَعَلَ لَكُم مِّن أَزوَجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةࣰ: خدای له تاسو( د تاسو له جنسه)   دتاسو لپاره همسرانې وپنځولې  او  د تاسو میرمنې ئې د تاسو  او د تاسو د بچیانو او کورنۍ لپاره  پيدا کړې.::

جایگاه والای زن در تعالی خانواده و پرورش نسلی متعهد + فیلم

 د پاکستان د جامعةالزهرا  علمیه حوزې مدیرې  په پاي کې ټينګار وکړ، نو ځکه وئیل کیدلی شي، میرمن د انسانانو  او هغو کسانو په تربیّت او روزنې کې د خدای د کار ،د خدای د رول شریکه ده چې  په دنیا کې د انسان د بقاء راز  دی او هغه لوړمقام چې  خداوندمتعال  په اسلام کې  ورته ډير اهمیّت ورکړی دی، د یوې داسې مور  مقام دی چې  میرمنو ته ئې  انساني ،الهي  او رحماڼي  څيره ورکړل شوې ده او  د ا داسې مقام او منزلت دی چې  په آیتونو او روایتونو کې ورته ډيره اشاره شوې ده . نو ځکه په کلي توګه که ووایو، میرمنه په کورنۍ کې  یو اصلی لوړ مقام لري، او  د کورنۍ په چاپیریال کې د آرامښت د ټينګیدا او د یوې همسرې د رول په لوبولو سره او همداراز  په الهي لارې کې د بچیانوالهي او اسلامی روزل او دیوه سالم  نسل په پرورش کولو سره  د ټولنې او کورنۍ  په ودې او لوړتیا کې  یو لوي رول  لوبولی شي. له دې امله ده چې علامه محمد اقبال په یوه  شعر کې د میرنې ځائيګی داسې بیان کړی دی؛؛ 

وجود زن رنگ تصویر کائنات است؛ یعني د میرمنې وجود د کائناتو د انځور رنګ دی.

https://iqna.ir/fa/news/4228559

 

captcha