حضرت ادریس د حضرت آدم او حضرت نوح ترمینځ په پړاؤ کې یو پیغمبر دی. هغه د حضرت آدم له پنځیدا او نازلیدا ۸۳۰کاله وروسته وزیږید.د هغه د زږیدا ځای د مصر په هیواد کې منف ښار دی . د حضرت ادریس نامه په قرآن کریم کې دوه ځله راغلې ده. یوځل دمریم سورې په ۵۶ آیت کې ؛ وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِدْرِيسَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا» (مریم/ ۵۶) او دوهم ځل هم په انبیاء سورې ۸۵ آيت کې ؛ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ كُلٌّ مِنَ الصَّابِرِينَ»(انبیاء/ ۸۵).؛ادریس؛ یوه عربی کلمه ده چې له درس څخه اخستل شوې ده او د ؛ډيرې پوهې ؛ په معنا ده . په ادریس د هغه د نومولو علت پر زده کې د هغه ډير پشتکار ،زیار، مشق او د پوهې زیاتوالی بلل شوی دی . همداراز وئيل شوي دي،لکه څنګه چې هغه په الهي احکامو او اسلامی ادابو کې مطالعه کوله ادریس ونومول شو. د ادریس نامه په یوناني ژبې کې طرمیس او په عبري ژبې کې ؛خنوع؛ او په عربی ژبې کې ؛اخنوع ؛ دی او خداوندمتعال هغه په قرآڼ کې ؛ادریس نومولی دی. کله هم هغه ؛مثلت النعیم ؛ یا مثلت الحکمه؛ یعنی د شاهي نعمت، حکمت او نبوت لرونکی بلل شوی دی . همداراز هغه ته ؛هریس ؛ او ؛دریمم اورا ؛ لقب هم ورکړل شوی دی.
ادریس خلکو ته د علم په ورزده کولو او تدریس او د لیک پر لیکلو سربیره ، هغه لومړنۍ کس ؤ چې قالی ئې جوړ کړل. خلکو له دېمخکې د خپل ځان د پوښښ لپاره د حیواناتو له پوستکي استفاده کوله. همداراز هغه خلکو ته د نقشې جوړول او د ودانیو جوړول ورزده کړل او د خپلو شاګردانو په مرستې سره ئې ډير ښارونه جوړ کړل. د حضرت ادریس پړاؤ له پوهې اوفرهنګ څخه لیرې یوه زمانه وه . هغه د خداوند متعال له خوا د مختلفو پوهو د تعلیم او علمونو او تخنیکونو بنسټ کیښودو باندې ماموریږی، داسې چې وئيل کیږي، هغه لومړنی کس ؤ چې د آسماني اجرامو او ستورو دحرکت خبره ئې کړې او د طب بنیاد کئې کیښود. همداراز هغه لومړنی کس ؤ چې په قلم سره ئې لیکل او لومړنی کس ؤ چې حکمت ئې راویست او د نجومو علم ئې وریاد کړ.په پوهو کې د نوښت او د علم د بیګلې په توګه د ادریس د نامې په عظمت سره تل پاتیکیدا او دا چې د علم خاوندان د هغه ډیر احترام کوي او د هر علم اصولو پر هغه ختمیدونکي ګڼي ،ښئ چې هغه د علم یو ترټولو پخوا خکښ ؤ او د بشر افکار ئې له مختلفو علمونو او استدلالي او دقیقو معارفو سره بلد کړی دی.
حضرت ادریس خداي پرستۍ اوتوحید ته د خلکو له بللو وروسته ،د نورو نبیانو په شان د ټولنې په اصلاح او د خلکو دم شکلاتو په ختمولو پسې ؤ او تل ئې په اجتماع کې فعال شتون درلود او هغوي سره ئې ملګرتیا او دهغوي لارښونه کوله.د مثال په توګه ،هغه مهال چې ادریس په مصر کې هستوګن ؤ ، خلک ئې دخداوندمتعال اطاعت او معروف ته او له منکراتو لیریکید ا ته بلل او لکه څنګه چې پر ډيرو ژبو باندې مسلط ؤ ، د دعوت په لاره کئې ورڅخه کار اخست او دهر ټاټوبی له خلکو سره ئې د خپل پخپلې ژبې خبرې کولې . همداراز هغوي ته سیاست ورزده کړ او د هر امت لپاره ئې په هر یوه ټاټوبی کې د هغوي وړ اداب غوره کول.