IQNA

 د مصنوعی ذهانیت لومړنی شخصیّت؛بشیر؛چې د نبوي سیرت خبره کوي

15:30 - July 30, 2024
د خبر لمبر: 3489612
ایکنا – د اسلامی تمدن او دنبوي سیرت نړیوال نندارتون او میوزیم په نړۍ کې د مصنوعي هوش یا ذهانت د لومړني شحصیّت د  رامینځةکیدا خبر ورکړ چې نبوي سیرت او د اسلامی تمدن  حالات روایتوي.

ایکنانیوز د خلیج ۳۶۵ له قوله راپور راکړ، د نیوی سیرت او اسلامی تمدن  نړیوال نندارتون او میوزیم ، په نړۍ کې د هغه مصنوعي هوش د لومړنی شخصیّت د رامینځةکیدا خبر ورکړی چې نبوي سیرت او د اسلامی تمدن حالات روایتوي.

د  اسلامی نړۍ د تعلیمي،علمي او کلتوري موسیسې (آیسسکو) چې د مراکش په پلازمینې رباط کې د نبوي سیرت د نندارتون او میوزیم کوربه دی،پخپل رسمي وبسایټ کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي، د نندارتون په مختلفو برخو کې غوره بدلونونه رامینځةشوي او په هغو کې د بشریر د وړاندې کولو بدلون شامل دی چې په نړۍ کې د مصنوعي ذهانت لومړنی شخصیّت دی چې نبوي سیرت روایتوي .

د آیسسکو په اعلامیې کې راغلي دي؛ دغه مجازي شخصیّت  تخنیکی  وړتیاوې لري او مختلفو دانش نامو ته لاس رسی لري.؛ بشیر؛  له لیدونکو سره تعامل لري او د پیغمبر اکرم (ص) د سیرت په باب دهغوي ټولو پوښتنو ته ځواب ځواب ورکوي. دا د کتونکو لپاره د مصنوعي  ذهانت او ډيجیټل زمانې کې  د  ځانګړي معنویټ یو تجربه کار شخصیّت برابروي.

د نبوي سیرت او اسلامی تمدن نړیوال نندارتون او میوزیم د ۲۰۲۲کال په نومبر کې په رباط کې د آیسسکو په مرکز کې افتتاح شو او خپل هدف ئې د نبوي سنت او مینځ لاریتوب باندې په ټينګار سره د اسلام معرفي کول اعلان کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4228807

  

captcha