ایکنانیوز د سپاه نیوز له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په خبرتیا کې راغلي دي،د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر او مقاومتي چورلیز یو لوړ پوری مبارز مسئول ډاکټر اسماعیل هنیه په تهران کې د خپل یوه ساتونکي سره یوځاي د پاتیکیدا په ځاي کې په یوه ترهه ګر برید کې شهید شو.
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دخبرتیا متن په دې ډول دی.
بسم الله الرحمن الرحیم
انا لله و انا الیه راجعون
د فلسطین اتل ملت او اسلامی امت او د مقاومتي چورلیز او جبهې مبارزانو ته او د ایران قدرمن ملت ته د تسلیّت په وئيلو سره نن سهار وختي د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس د سیاسی دفتر پر مشر ډاکټر اسماعیل هنیه د خپل پاتیکیدا په ځاي کې حمله شوې چې له امله ئې هغه او د هغه یو ساتونکي شهیدان شوي دي .
ددغې پيښې علت او ارزونې او نتیجې له ترلاسه کیدا وروسته ستاسو خدمت ته وړاندې شي.