ایکنا نیوز دعربی ۲۱ له قوله راپور راکړ،د عمان سلطنت مفتی شیخ احمد بن حمد الخلیلي پخپل ایکس ټولنیز چینل کې لیکلي دي،د وحشي صهیونیسټي رژيم په وحشی ډوله حملې سره د لوی مجاهد اسماعیل هنیه ترور ډيره خپه کونکی خبر ؤ.
هغه زیاته کړه خپل ځان ته ،ټول اسلامی امت ته د فلسطین پتمن ملت او د مقاومت ټولو ډلو ته د زړه له کومې تسلیَت عرض کوم او په عین حال کې د فلسطین اتل مقاومت هماغه راز دوام لري او ددغه لوي مجاهد رهبر وروسته به د هغه په لار تلونکې رهبري د هغه لارې ته دوام ورکړي.
د عمان سلطنت مفتي په دوام کې ووئيل،مقاومت هماغه شان ژوندی دی او د مقدس ټاټوبی د آزادولو په لاره کې په خپل ژوند او مال سره سرښیندنه دوام ولري او د خپلو پاکو رهبرانو په خط کې به حرکت وکړي.
الخلیلی ټينګار وکړ، دغه وحشي ډوله حمله هماغه شان چې دغه لوي شهید فرمائيلي دي، یوازې په قدرت، پوهې ،ځيرتیا او نه لړزیدونکي هوډ سره به مقاومت دوام ومومي.
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د چارشنبې په سهار وختي د صهونیسټانو په لاس په تهران کې په یوې حملې کې شهید شو.
د نړۍ زیاتره پتمنو ملتونو او د قطر،عراق، افغانستان ،پاکستان، ترکیې ،متحده عربی امارات،روسیې، الجزایر، لبنان ،چین پشمول ډيرو هیواونو دغه ترهه ګر اقدام په سخته محکوم کړی او په دې اړه ئې د نړیوالو اړونده او مسئولو اروګانو په تیره بیا د ملګروملتو د جدي او فوري اقداماتو غوښته کړې ده.