ایکنانیوز د المیادین خبری سایټ له قوله راپور راکړ، دغه میلیوني مظاهرې په یمن کې د صنعا ،صعده پشمول په څه دپاسه پنځوسو سیمو کې او د له غزې تر بریالیتوب پورې د شهیدانو وینې سره وفاداري ؛ په عنوان سره په شعار سره ترسره شوې.
دغه مظاهرې په غزې کې د نسل وژونکي صهیونیسټي رژيم د جن د پیلیدا له وخت راهسې د فلسطین له ولس او د هغوی له مقاومت سره د یمن د رسمي ،سیاسی اوپوځي پيوستون ترڅنګ ددغه هیواد د ولسی پیوستون د دوام په چوکاټ کې ترسره کیږي.
د صعده د مظاهرو په پایزې اعلامیې کې راغلي دي ، مونږ د فلسطین او لبنان د ملت او ددوي مقاومت ته، د اسماعیل هنیه او د فواد شکر په څير دمشرانو د شهادت په باب تسلیّت وایوو. ددغو دوو مشرانو د ترور جنایت د امریکا په چورلیز سره ترسره شوی دی.دغه ترورونه هیڅکله هم دښمن له هغه حتمي برخلیکه چې زوال او نابودي ده ،نشي ژغورلی.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي، اوسنی مقاومت له نننیو ترورنو او جنایتونو سره سره لا سخت او پیاوړی دیاو د هغو رهبران همیشه د شهادت لپاره تیار دي، او د دوي سرښیندنې به ډيرې لوئې اغیزې وشیندي. دغه ترورونه د غزې دمقاومت په مقابل کې د دښمن د ماتې او له غزې د پشتیبانۍ دجبهو له حملو وروسته دخپل هیبت د بیرته اخستو لپاره ددښمن سپيره هڅه ده .
همداراز د اعلامیې په دوام کې راغلي دي، د دښمن د جنایتونو په وړاندې د چُپتیا دختمیدا وخت رارسیدلی او د مقاومت او دغو تیریو او ترورونو ته دځواب ورکولو وخت رارسیدلی دی،مونږ د مقاومتي چورلیز له جبهو او وسلوالو ځواکونو څخه دښمن ته د غاښ ماتونکي ځواب لپاره بشپړ ملاتړ کوو او دغه پیښې په بریالیتوب باندې دمونږ اعتماد له مینځه نشي وړلی . مونږ د غزې دجنګ تردریدا پورې د فلسطین دملت ملاتړ ته پابنده یوو.