IQNA

یهود په قرآن کې

په پیغمبرانو باندې د ناروا نسبتونو خپریدا

13:54 - August 06, 2024
د خبر لمبر: 3489647
ایکنا – ډيری پیغمبران د ناروا تورونو له څپو سره مخ شول او د دوي په باب ډیر دروغ ووئيل شول.

قرآن کریم د یهودیانو فاسقه او بد عهده ډله د هغوی له مینځ پلوې ډلې بیله کوي؛ مِنْهُمْ أُمَّةٌ مُقْتَصِدَةٌ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ سَاءَ مَا يَعْمَلُونَ»(مائده: ٦٦)  او  د لومړۍ ډلې لپاره د تاریخ په اوږدو کې ډیرې منفي ځانګړنې نقل کیږی.په هغو ځانګړنو کې د پیغمبرانو په نسبت دروغ او کاذبې خپرونې  شاملې دي. په ؛ د سلیمان د غزلو غزل؛ نومې عمومی کتاب کې حضرت سلیمان ته د عاشقانه عبارتونو او ځینو بد اخلاقو عبارتونو نسبت ورکړل شوی دی چې د ویل ډورنټ چغه ئې هم راپورته کړې ده.هغه د خپل د تمدن تاریخ نومې کتاب کې لیکي؛ په تورات کې د عشقي غزلو  شتون پخپله  یوه د لربائۍ  یوه معما ده،خو نه پوهیږو، خو ددین عالمان څرنګه غافل پاتې دي  یا ئې ځانونه غافل کړي دی او اجازت ئې ورکړی دی  چې دغه غزلې په دومره شهواتي انداز سره په دغه کتاب کې درج شي.

له ا لهي فرمانونو سره مخالفت،د بتکدې جوړول او  له یهوه څخه (یعنی لومړنیو پاچایانو ۱۱:۱-۹؛ اول تاریخ ۲۲:۹-۱۰ ) پر حضرت سلیمان  ددروغو نورو تهمتونه دي. په قرآن کریم کې په حضرت سلیمان د کفر او ساحرئ  تورونه  چې د یهودیانو په  وسیله مطرح شوی وو، بیان او رد شوي دي؛ وَ مَا کَفَرَ سُلَیْمَانُ وَ لکِنَّ الشَّیَاطِینَ کَفَرُوا یُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ» (بقره: 102). همداراز د هغه بزرګوار په ستاینې کې ډير آیتونه شته دي ؛  په هغو کې  هغه بزرګوار (ډير توبه کونکی) او ښه او غوره بنده  دی:؛ وَ وَهَبْنا لِداوُدَ سُلَیمانَ نِعْمَ العَبْدُ إِنَّهُ أَوّابٌ» (ص، ۳۰)  چې په علم او حکمت سره  وَلَقَدْ آتَینا داوُدَ وَ سُلَیمانَ عِلْماً وَ قالا الْحَمْدُلِلَّهِ الَّذِى فَضَّلَنا عَلى کثِیرٍ مِنْ عِبادِهِ المُؤْمِنِینَ» (نمل: ۱۵) او خدای تعالی په نزدلوړ مقام او ښه عاقبت باندې ستایل شوی دی؛وَ إِنَّ لَهُ عِنْدَنا لَزُلْفى وَ حُسْنَ مَآبٍ» (ص: ۲۵).

 په پیغمبرانو باندې ددروغو د تړلو یوه بل مثال  هغه موردونه دي چې  دحضرت اسحاق په باب وئيل شوي دي ؛ هغه د حضرت یعقوب  د زوي په وسیله د پيروئ او نابینائۍ په دلیل دوکه خوري او  په پاي کې نبوت او برکت  په تیروتنې سره هغه ته منتقلیږي.( پیدایش /27- 1 تا 40).

 په تورات کې په پیغمبرانو باندې د دروغو ډير تورونه نقل شوي دي؛  په حضرت ابراهیم باندې د بې غیرتۍ تور(پيدایش ۱۲ :۱۰ -۱۹ )، په اسحاق پیغمبر هم همدغه تورونه تکرار شوي چې جالبه ده  د فلسطین دپاچا له ملامت کولو سره مخ کیږی (پیدایش 26: 6-10)، لوط  او د شراب خوړلو تور او له انجونو سره مینه؛ (پیدایش 19: 30 – 36)، د نوح د شرب او خمر کیسه؛ (پیدایش 9: 20 – 24) او د حضرت داؤد لپاره دډيرو   ګناهانو  ذکر کول؛ (دوم سموئیل، 11: 2 -5 و 27، دوم سموئیل، 27: 11) . دا ټول ډیر ناروا او عجیبه  نسبتونه دي چې د خدای په کتاب کې د پیغمبرانو ددغه چلند د نقلولو دلیل له فهمه عقل لیرې او عاجز کوي.داسې کتاب چې باید د خلکو دهدایت لپاره، د الهي استاذو تاریخ اوژوند نقل کوي،  د هغوی په باب غلط او له کفره ډک چلندونه روایتوي.

https://iqna.ir/en/news/3489355

captcha