ایکنانیوز راپور راکوي،په انټرنیټ کې د اسراء ټيلیویژني پروګرام رسمي وبسایټ د یوه اشتهار په خپریدا سره د وړتیاؤ د پيداکولو په اړه ددغې سیالۍ دنوی پړاؤ د پیلیدا خبر ورکړل شوی دی.
په دغه دعوت کې د پروګرام د تولید د وخت په باب کوم جزیات نه دی اعلان شوی او یوازې له مخاطبانو غوښتل شوي دي څو ګډون ته د ګروهنې په بڼه کې خپل تقلیدي تلاؤت په ټولنیزو چینلونو کې (ټیلګرام) په esra_qtv۸@ ایډریس باندې راولیږئ.
اسراء ټیلیویژني سیالیۍ د نوی پړاؤ د خپره شوي دعوت او اشتهار په اساس، لیږونکی آثار د مصری قاریانو سټایل یا بل خاص سټایل ته محدود نه دي.په همدې اساس قاریان خپل تلاؤت د هر یوه استاد په سټایل سره ترسره کولی او فیلم ئې په زیاتره دو دقیقو کې ریکارډ او رالیږلی شي.
مخاطبان د تلاؤت پر فیلم سربیره باید د خپلې نامې ،دکورنۍ نامې،د زیږیدا نیټه،ملی کوډ، ثابت او موبایل ټيلیفون شمیرې، ښار،ولایت، د تقلیدي تلاؤت سټایل او د تلاؤت شوي آیت نامه هم راولیږي.
د اسراء ټيلیویژنی سیالي په تیرو کلونو کې تل د ټيلیویژن د قرآن او معارف چینل یو ترټولو زیات مخاطب لرونکي پروګرام پاتې شوی دی او تراوسه پورې ئې یولس سپرکي یا پړاؤنه خپره شوي دي.