ایکنانیوز د الخلیج له قوله راپور راکوي،ددغو سیالیو د ترسره کیدونکي کمیټې لومړنۍ غونډه، د اسلامی چارو ،اوقافو او زکوات د چارو عمومی ادارې د مشر عمر الدرعي په مشرۍ او د جایزې د لوړې کمیټې د مشر او عمومي مدیر احمد الطنیجي او د نورو غړو په شتون سره د اماراتو د اسلامی چارو او اوقافو په عمومی ادارې کې ترسره شوه.
په دغې ناستې کې د ددغې جایزې د لاښې منظمیدا لپاره د اجرائي کمیټیو چمتووالی،ددې د لاښه انځور د منعکس کولو پ خاطر او همداراز د اصیلو اسلامي ارزښتونو په پیاوړتیا او پراختیا کې ئې د حیاتي رول په اړه ارزونې اوبحثونه وشول.
ددغې غونډې په پآي کې عمر الدرعي ټينګار وکړ، دغه جایزې په مختلفو زمینو کې د حکومتي چارواکو له خوا د انځور شوي لرلید په اساس، خپلو موخو ته درسیدا لپاره په یوه تل پاتې بهیرم کې حرکت کړی دی. دهغه په وینا، په دوي کې یوه ترټولو مهمه زمینه،د تمدنی او کلتوري خبرواترو لپاره د فکري زمینو د جوړولو ترڅنګ له خلاقیّته ملاتړ او د ځوانانو توانمنول دي.
د الطنیجی په وینا، ددغو سیالیو نهائي مرحله به د روژې دمبارکې میاشتې سره په یووخت د ۲۰۲۵کال په مارچ کې ترسره شی او د نامود ثبتولو ،په مقدماتي امتحانونو کې د ګډون او د قاضیانو په مقدماتي او معیاري امتحانونو کې ګډون به ورپسې اعلان شي.
د ؛التحبیر فی القرآن الکریم ؛ نړیوالو سیالیو لومړنی پړاؤ په ۲۰۱۵کال کې په اماراتو کې ترسره شوی او هدف ئې له قرآنی هنرونو او اصیلو اسلامی ارزښتونو سره د ځوان نسل بلدول عنوان شوي دی.
https://iqna.ir/fa/news/4230624