IQNA

د مسلمانو محصیلینو د قرآن دنړیوالو سیالیو د اوم پړاؤ د ترسره کیدا مجوز صادر شو

10:42 - August 12, 2024
د خبر لمبر: 3489681
ایکنا – د ایران د قرآن کریم د سیالیو دغږملونکي کمیټې د معین شورا غونډه د پوهنتوني جهاد دپوهنتونوالو  دقرآني ادارې دمسلمانو محصیلینو د قرآن د نړیوالو سیالیو د اوم پړاؤ دترسره کیدا لپاره د مجوز د صادریدا د ارزونې په موضوع سره ترسره شوه او په دې کې  د نظر تبادلې او د بحث په ترڅ کې، په نهایت کې د سیالیو ددغه پړاؤ د ترسره کیدا مجوز صادر شو.

د ایران د قرآن کریم د سیالیو دغږملونکي لوړې کمیټې منشي حمید مجیدی مهر له ایکنانیوز سره په خبرو کې  ددغې کمیتې  د معین شورا دغونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره  ووئيل، د سیالیو د عالی کمیټې د معین شورا غونډه د زمري دمیاشتې په شلمه نیټه د کمیټیو د  مشرانو اوغړو په شتون سره ترسره شوې او د مسلمانو محصیلینو دقرآن دنړیوالو سیالیو دترسره کیدا د  موضوع  په باب بحث او د نظر تبادله شوې ده. 

مجیدي مهر ووئیل، په نهایت کې ددغو سیالیو دترسره کیدا  مجوز په صادریدا سره وټاکل شوه ، راتلونکي اونۍ ددغې شورا بیړنۍ غونډه جوړه شي او ددغو سیالیو ترسره کونکو مسئولانو بلنه ورکړل شي څو دځينو پوښتنو او ټکو ته چې د کمیټې دغړو له خوا مطرح شوي ، ځواب  کړي.

د ایران د پوهنتونوالو د قرآنی فعالیتونو اداره له یوه انقلابی اورګان (جهاد دانشګاهي) څخه راپورته شوي چې  په پوهنتونونو کې د قرآنی فعالیتونو پیلونکی دی، په مسلمانو محصیلینو کې د ملګرتیا او یوزړتوب په خاطر او په  یوه اغیزشیندونکی اقدام کې  او د قرآني فعالیتونو د کمیّت او کیفیّت د لوړاوي په مقصد  صره او دغه راز د یوه رغنده  او سالمې سیالۍ  د رامینځةکولو او د قرآڼی فعالیتونو په پراختیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت د رول د بیانولو  په خاطر  د مسلمانو محصیلینو د قرآن  کریم د نړیوالو سیالیو د اوم پړاؤ د ترسره کولو په لټه کې دی.

اعطای مجوز برگزاری هفتمین مسابقات بین‌المللی قرآن دانشجویان مسلمان

اصفهان  ددغې نړیوالې پيښې لومړنی کوربه ښار ؤ، او  په ورپسې پړاؤنو کې (په دوو پړاؤنو کې ) تهران ،(په دوو پړاؤنو کې) مشهد مقدس او تبریز هم کوربه پاتې شوی دی.

   له ایران او مصر څخه د قرآن د قرآئت  له استاذانو رانیولې،د  ابوالعینین شعیشع، احمد احمد نعینع، فرج‌الله شاذلی،عبدالباسط امام تومارا، عبدالفتاح طاروطی، محمد هلباوی، شیخ رضوان درویش پشمول تر ختیځي آسیا پورې د اسلامي نړۍ برلاسه قاریان په مختفلو پړاؤنو کې ددغو پيښو میلمانه وو.

https://iqna.ir/fa/news/4231148

captcha