IQNA

د مصر یوې بوډئ میرمنې ټول قرآن په لسو میاشتو کې کتابت وکړ

12:01 - August 15, 2024
د خبر لمبر: 3489697
ایکنا – د مصر یوه ډیره بوډئ میرمنه حاجیه فایزه چې عمر ئې څه دپاسه نوی کلونه کیږي، د قرآن کریم  د درو نسخو په کتابت کولو کې بریالۍ شوې ده.

ایکنانیوز د وتو له قوله راپور راکړ،میرمن حاجیه فایزه  چې عمر ئې کابو یوې پيړۍ ته رسیږي، کتابت او لیکنې سره ډیره لیوالتیا لري.

هغه توانیدلې ده په لسو میاشتو مودې کې  ټول قرآن کریم کتابت کړي او همداراز د نبوي حدیثونو یو شمیر  هم ولیکي . هغه پخپله وائي،چې دغه کار ئې د قرآن کریم او د حدیثو د لازیات فهم لپاره  ترسره کړی دی.

د مصر دغه بوډئ میرمن د مصر په بحیره ولایت کې واقع کفر الدوار ښار کې اوسیږي او د هغې په  وینا د لیکنې او کتابت عاشقه ده.هغه مهاله چې زده کونکې وه،او تر وروسته پورې چې د بچیانو مور  او بیا د لمسیانو نیّا شوه، د خپلې خوښې خاطرې او خوږې شیبې ئې پر کاغذ، حتی د مقوا په جلد او  په هر هغه شي چې لاس رسی ورته درلود، لیکلې  څو  په دوامدار ډول  هغه څه چې هره ورځ پيښیږي، حتی که یو  کتنه هم وي ، ثبت  ئې کړي.

 هغې همداراز  ووئيل، د قرآن کریم او د پیغمبراکرم د حدیثونو لیکلو آئيډیا ئې د خپلې کورنۍ له هڅونې وروسته په ذهن کې راغله،ځکه دوي هم غوښتل چې له خپل عشق څخه د ارزښتمنو او ښو بڼو سره کتابت او لیکنې ګټه پورته کړي او دغه شان وتوانیدله  چې د قرآن  کریم کتابت  یوازې په لسو میاشتو کې پاي ته ورسوي.

هغې همداراز تائيد کړې چې بحیره ولایت ته د خداي بخښلي و لسمشر جمال عبدالناصر په څير د ولسمشرانو سفرونه یا په دغه ولایت کې هره رسمي پيښه،له لمسیان واو کوړَسَیّو  سره د لیدو کتو په څير د خاصو ورځو پر شیبو سربیره، د هغوي هر یوه وادۀ او د هغوی د بچیانو د زیږیدا ورځې  ئې هم ثبت کړي دي او د خپلو څه دپاسه دیرشو لمسیانو  لپاره دغه  خاطرې نقلوي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4231805

 

captcha