
ایکنانیوز راپور راکوي، هر کال د حسینی اربعّين د میلیوني لاریو او پیاوده روئ په دستورو کې د عراق د خلکو له خوا ډير زیات موکبونه(کابو ۴۰زره موکبونه) د اربعیّن د زیارتوالو دخدمت او میلمه پالنې لپاره ترسره کوي.
د حسینی اربعیّن زیاتره موکبونه د نړۍ د څه دپاسه یو سل پنځوسو هیوادونو زیارتوالو ته د دیره کیدا او خوړو سره اړونده خدمات وړاندې کوي.البته ډير محدود موکبونه هم د عراق په وسیله د درملنې خدماتو د وړاندې کولو لپاره پلان شوي دي اوعملا هغه عراقي موکبونه چې په هغو کې کلتوري پروګرامونه وړاندې کیږي، د حسینی اربعیّن په دستورو کې نه لیدل کیږي.
د ایران د اربعیّن مرکزي کمیټې مسئولانو په حسینی اربعّین کې د موجوه خلاګانو په پيژندنې سره، په اربعّین کې د خلکو د شتون د اوج له لومړنیو کلونو څخه د درملنې دموکبونو او د خپلې خوښې د ډاکټرانو د لیږد اقدام کړی دی.
په موکبونو کې د جمې لمانځه اقامه، مناجات،دعا ګانې او کلتوري دستورو ترسره کیدا هم نوره هغه پروګرامونه دي چې د اربعیّن د مرکزی کمیټې د کلتوري برخې مسئولانو له خوا جوړ شوي او هڅه شوې ده په ایرانیو موکبونو کې چې د خوړو او هستوګنې خدمتونه وړاندې کوي، هم مذبی او کلتوری دستورې اجرا کړي.
ددغه اقدام ترڅنګ ځیني موکبونه د مذهبی دستورو د ترسره کولو لپاره په ځانګړي ډول جوړ شوی دی؛ په هغو کې سږکال کال څلویښت موکبونه په نجف،کربلا او مشایه (د اربَعین د پیاده وروئ په لارې کې )جوړ شوي دی چې په دغو دستورو کې د ایران د مطرحو مذهبی ویناوالو او مداحانو په شتون سره دوی د عزادارۍ، مرثیو، ددعای کمیّل،ندبه، زیارت اربعیّن،زیارت عاشوار او دغه راز د ځینورو دعاګانو او تلاؤت قرائت دستورې ترسره کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4231537