IQNA

د عربستان د قرآن په نړیوالو سیالیو کې د الیکټرونیک قضاؤت تجروبه(فیلم- انځورونه)

13:55 - August 17, 2024
د خبر لمبر: 3489707
ایکنا – د عربستان د قرآن کریم د حفظ،تلاؤت او تفسیر ملک عبدالعزیز نړیوالو سیالیو څلور څلويښتم پړاؤ د الیټکرانیک قضاؤت په رودې سره د مختلفو مرحلو په چوکاټ کې دوام لري.

ایکنانیوز د عربستان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د قرآن کریم د حفظ، تلاؤت او تفسیر د نړیوالو سیالیو د څلورڅلویښتم پړاؤ نهائي مرحلې پرون د قاضیانو له خوا د سیالۍ کونکو د تلاؤتونو په آوریدو سره دوام درلود او هماغه راز دوام لري.سیالي کونکي په پنځو مختلفو برحو کې په دوو وختونو سهار و مازدیګر سره سیالي کوي.
ددغو سیالیو قضاؤت په الیکټرانیک بڼه او د نمبرو په محاسبې کې پر آسانتیاؤ ،شفافیّت اودقت باندې ولاړ دی  او همدارازګډون کونکي ته اجازت ورکوي، د پوښتنو نمونې د سوالاتو له هغې ټولګې خوښې  کړي، چې په هغو کې د پوښتنو نمونې او همداراز د آیتونو د تربیب موندل ،د الف با ټکو په اساس د ګډون کونکو ترتیب جوړول  او د ګډون کونکي لپاره د هر ډول شرائطو د رامینځةکیدا په بڼه کې د ټایمر(سټاپ واچ)،د بیرته پيلولو په امکان سره، د امتیازونو  غونډول او هم په ترټولو لږ وخت کې د نتیجو معلومول ممکن دي.
 ددغو سیالیو د قاضیانو په بهیر کې قرآن کریم دعلومواو قرائت د متخصصو او د شرائطو لرونکو عالمانو سره یو شمیر نړیوال قاضیان ګډون کوي. د قاضیانو د پلاوی مشر له عربستانه شیخ فهد بن فرح،د عربستان  محمد بن احمد برهاجی،له پاکستانه شیخ تاجا فسر عبدالله خان او له مالی جمهوریته  شیخ یحیی عبدالله ابوبکر د عربستان د قرآن د  نړیوالو سیالیو  د دغه پړاؤ  قاضیان دي.
د وئيلو ده چې دغه نړیوالې سیبالۍ  په روان پړاؤ کې د تلاؤتونو، د حفظ او اجرا د کیفیّت  په لوړې سوئې سره او د ګډون کونکو د شمیر د زیاتیدا له پلوه ئې توپير درلود چې د نړۍ له ۱۲۳مختلفو هیوادونو څخه  ۱۷۴ ګډونکونکوشمیر پکې سیالۍ کوي.دا  په تیرو ۴۴کلونو کې د سیالۍ د پیلیدا له وخت  راهسې په دغاو سیالیو کې دګډون کونکو ترټولو زیات شمیر حسابیږي اوددغو جایزو ارزښت هم څلور میلیون سعودي ریالو ته زیات شوی دی.
په دغو سیالیو کې دخبر ترمخابیره کیدا پورې د ایران،ګینه ،جرمني،سنګال، بورکینافاسو،مراکش،سوریه ساحل عاج،بنګله دیش ،هند،کویت،سوډان ،سویډ،ایتوپیا،عمان ،پاکتسان،میانمار،بنین  اونیپال ، قرقزستان،نیوزلینډ او ګویان  په نمایندګۍ  ګډون کونکو  د قاضیانو په شتون کې سره سیالۍ کړي ي.
دغه سیالۍ د قرآن کریم په آیتونو اوتعلیماتو باندې دعمل  اوتدبّر او حفظ په خاطر ددغه آسماني کتاب  تلاؤت ته د مسلمانانو دنوي نسل  د هڅولو او د نړۍ په هیوادونو کې د خداي د کتاب په حافظانو کې د شرافتمندانه سیالۍ د روحیې د زیاتولو په موخې سره  او دغه رازد قرآن کریم او ځوانانو ترمینځ د ارتباط د رامینځةکولو په خاطر ترسره کیږي.
د عربستان د قرآن کریم د حفظ،تلاؤت او تفسیر  دنړیالو سیالیو ۴۴پړاؤ د تیرې اونۍ په لومړیو کې د مسجد الحرام په شاوخوا کې پیل شوی او د زمري د میاشتې تروروستیو پورې  به د ایران د دووحافظانو محمد حسین بهزادفر او مهمد مهدي رضائي  په ګډون سره دوامولري.

 
 

https://iqna.ir/fa/news/4231859

captcha