
ایکنانیوز د العربیه له قوله راپور راکړ، د عربستان چارواکو د حرا غار د ځانګړي تله کابین د جوړولو د پلان دپیلیدا خبر ورکړی دی.دغه ځای د مسلمانانو په نزد یوه ترټولو مهم تاریخي ارزښت لري،ځکه چې په دغه غار کې د لومړي ځل لپاره وه چې پر پیغمبر اکرم(ص) وحي نازله شوه او له بعثته مخکې هم هغه بزرګوار دعبادت لپاره دغه غارته تلو.
المحرج ووئيل، د حراء په کلتوري سیمې کې د ټیلي کابین یا ډولۍ د پروژې د اجرا لپاره پر ترټولو وروستیو چارو په کار بوخت یوو او اټکل کوو په ۲۰۲۵ کال کې افتتاح شي ، پر دې سربیره په هماغه کال کې په جبل عمر کې درې نوی میوزمونه هم افتتاح کیږي.
د سمایا شرکت مشر ووئيل، همداراز په ۲۰۲۵ کال کې د کوه تور کلتوري کوڅې د پروژې مخ کتنې پروګرام هم لرو ، چې په یو کلتوری کوڅې کې په ډول ډول خدمتونو سره هغه څه ته ورته خدماتو سره دي چې د حراء په کلتوري کوڅې کې اجرا شول.
کوه تور په مکې مکرمې کې واقع په ۶۳۴ میټره لوړوالي سره یو غر دی چې د اسلام په تاریخ کې له ډير اهمیّته برخمن دی. دغه غر له مسچد الحرام سره څلور کلومیټره فاصله لري او د مکې په شمال کې دی .کوه تور او حراء غار د مکې مکرمې یوه ترټولو تاریخي سیمه ده چې د بیت الله الحرام حاجیان او زیارتوال ورڅځه کتنه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4231847