IQNA

هندوستان دغزې په نسل وژنې کې د تل ابیب شریک دی

13:14 - August 19, 2024
د خبر لمبر: 3489722
ایکنا – دهند د سترې محکمې یا سپریم کورټ یو وکیل وائي چې د نوي ډیلي حکومت صهونیسټي رژيم ته د وسلو د لیږد په واسطې سره  په غزې کې د فلسطین دمظلومو خلکو په ضد په نسل وژنې کې شریک دی.

هندوستان دغزې په نسل وژنې کې د تل ابیب شریک دیایکنانیوز  د العالم ټیلیویژنی چینل له قوله راپور راکوي،پاشانتبوشن چې د بشری حقوقو یو فعال او دعمومی ګټو یو ترټولو باؤري وکیل دی ټينګار کړی دی؛اسرائيلو ته د وسلو استول دهند اساسی قانون خلاف ورزي ده.

هغه زیاته کړې ده ،مونږ  تل ابیب ته د وسلو له صادراتو سره په ارتباط کې د حکومت په ضد د یوه اپیل په برابرولو  لګیا یوو. د اسرائيلو ییدیعوت آحارونوت عبری ژبې ورځپاڼې  په همداوروستیو کې د ځينو سرچینو له قوله ایشوا کړې  چې هندوستان په غزې کې د جنګ له پیلیدا راهسې  د اسرائيلي رژيم لپاره د سپو وسلو او د توپونو ګولۍ  لیږي  او دا له اسرائيلو سره دهندوستان له خوا یوه لویه مرسته ده.

د هندوستان د سپریم کورټ دغه وکیل زیاته کړې ده،دهیګ نړیوالې محکمې فیصله کړې ده چې اسرائيل د فلسطین د خلکو په ضد په عامې وژلې بوخت دي.هندوستان د نسل وژنې په ضد دنړیوالو کنونشن یو لاسلیک کونکی هیواد دی چې وائي هیڅ هیواد دې له نسل وژنې سره مرسته ونه کړي.

د هیګ د  انصاف نړیوالې محکمې په تیر مئ میاشت کې د جنوبی افریقا  د شکایت په اساس، په غزې تړانګې کې د صهیونیسټ رژيم د حملو د فوري دریدا غوښته کړې او په غزې کې ئې د اسرائيلو جنګ یو ډول د نسل وژنې اقدام بللی دی.

دغه هندي وکیل  په دوام کې ټينګار کړی دی ، دغه کنونشن  په کلی یا جزئي توګه د له مینځه  وړلو په نیّت نسل وژنه د یو کس یا ډلې ،ملی قومي  او توکمیزې پرګنې  غړوته د روحي یا بدني جدی تاوان واردولو پشمول عملونه معرفي کوي.

د هندوستان د اساسی قانون ۲۱ماده  وائي ، هیڅ کس  له خپلې شخصي آزادۍ  یا له ژونده نشي محرومیدلی مګر  هغه مهال چې قانون ئې  معلوم کړي.

بوشن ټينګار کړی دی چې هندی حکومت  په دغې مادې کې د درج حقوقو  دخلاف ورزۍ کونې اجازت نه لري، حتی  که دغه کسان هندي هم نه وي.

https://iqna.ir/fa/news/4232487

captcha