د خوشخطئ هنر البته په ځنډ سره د قرآن کریم له کتابت سره غوټه خوړلې ده. ډیری حتی د مختلفو خطوطو بشپړتیا د اغیزشیندونکو ،ښکلي او غوړیدونکي بڼې سره د قرآن د کتابت لباره بشبړ هڅه بللې ده. له یوې خوا له تیرو پړاؤنو څخه خوښ اخلاق او له معنویّته استفاده ، د قرآن کریم د کتابت یو وارمخکې شرط او هم پایلې په توګه بلل شوې ده.د قرآن کریم کتابت پخپله ډیر مشکلات لري ، په هغو کې له ترټولو واړې تیروتنې څخه د ډډه کولو لپاره ډير زیات دقت او دترټولو ښې نتیجې د ترلاسه کولو لپاره د ترټولو زیاتو وړتیاؤ د کارولو لپاره هڅه شامله ده.ایران په ځنډ سره د قرآن د کتابت او په اسلامی نړۍ کې له هغو سره د اړونده هنرونو د کتابت یومهم مرکز دی او په نړۍ کې داسې ډیر کم میوزیم موندل کیدلی شي چې د ایرانیو کاتبانو او هنرمندانو له آثارو خالي وي.
د قرآن دکتابت ریکارډ لرونکی کاتب سید علی اصغر موسیان چې د قرآن کریم په څلورڅلویښت ځله کتابت سره ریکارډ لرونکی دی،ددغه ګران بیّه هنر په مختلفو اړخونو باندې په رڼا اچولو سره ئې له ایکنانیوز سره په خبرو کې ووئيل،زما پلار یوه ترټولو مهمه چاره چې دغې حوزې ته ئې زما په واریدیدا کې زه ډير وهڅولم، کابو څوارلس کلنۍ کې په خوشنویسئ کې خپلو وړتیاؤ ته په پام سره که څه هم رسمي روزنه مو نه وي ترسره کړي،خو د قرآن کتابت مو پیل کړ او د خپل پلار په سپارښتنې سره دغه ډګر ته وارد شوم اود خپل پلار په هڅونې اودعاګانو سره دغه توفیق زما په برخه شو. هغه وائي زما دا هیله وه چې د چاره معصومیڼ علیهم السلام په نیّت سره څوارلس ځله د قرآن کریم کتابت وکړم، خو خداوندمتعال توفیق راپه برخه کړ، چې د قرآن او اهل بیت (ع) په برکت سره مو د قرآن کریم په ۴۴ځ له کتابت سره په نړۍ کې ریکارډ جوړونکی شم.
علی اصغر موسویان وائي؛ هغه مهال چې د قرآن کریم کتابت مو پیل کړ، د رسول الله بزرګوار(ص) دغه حدیث ماته ډيره انګیزه راکړه چې ؛ مومن هغه وخت چې له دنیا لاړ شي او د علم او پوهې یوه پاڼه ئې لیکلي وي او په یادګار ئې پریږدي، نو هغه پاڼه دقیامت پّ ورځ دهغه اود جهنم د اور ترمینځ ددیوال په بڼه راپورته کیږی،او خداوندمتعال دهر هغه ټکي اوحرف جایزه چې پر هغې پاڼې لیکل شوي وي، یوښار چې اوه ځله له دنیا له پراخ وي، هغه ته ورکوي.::نو دغه کلام زما تقدیر بدل کړ او دغه کار ته موملا ټينګه وتړله.
هغه دغه راز ووئيل،لومړنۍ قرآن مو په نسخ خط سره کتابت کړ او په دغه اثر کې مود محمود اشرفی تبریزي له خطه چې یوه ډيره ښه ا یرانۍ نسخه ئې لیکلې وه ، او په آسانۍ رسه لوستل کیدلی شوه،اوډيره هم په ښکلي او په زړه پورې وه،زما بیلګه شوه. دغه مصحف مو د رهبرۍ ستر مقام ته ډالۍ کړه او هغوي هم یو ټکی را یاد کړ چې په هغو ټولو مصحفونو کتابت کې چې تراوسه پورې مو ئې د بشپړولو توفیق درلودلی،داسپارښتنه موکارولې ده.دوي وفرمائيل؛ هڅه وکړه د قرآن په کتابت کې نوښتوالی رعیات کړه اودا چاره هم محقق شوې ده. له دې امله ما قرآن کریم په مختلفو خطونو ، آوزارونو او سټایلونو سره کتابت کړی دی.د قرآن کریم لومړنی کتابت د مات نستعلیق خطر سره زما په نامه ثبت شوی دی. همداراز له قلم اوخودکار څخه په استفادې سره هم مصحفونه په نستعلیق، ثلث، نسخ اود څو خطونو څخه په ترکیب سره چې هغه مو په د رهبرس د ستر مقام په ویاړ سره ؛مقام نومولی دي، چې په نسخ،ثلث او ریحان خطونو سره کتابت شوی او دا اثر هم په میوزیم کې ساتل کیږي.
هغه په پای کې دغه راز ووئيل، ځینی مهم آثار ئې د حضرت امام علی، حضرت امام حسین اوحضرت عباس علمدار مطهرو حرمیّنو ته ډالۍ کړي دي . د مثال په توه د مطلا کشتۍ په ډالۍ کولو کې چې یو خاص کتابت شوی قرآن ؤ. د حسینی مقدس آستان په بلنې سره مو د شعبان په دریمې ورځې چې د حضرت امام حسین علیه السلام دبرکتناکې زیږیدلی ورځ ده ،د آستان له خوا دعوت شوم او په هغو خاصو مراسمو کې چې دعراق او د درستې نړۍ لویو هنرمندانوپکې شتون درلود،دغه آثرډالۍ شو او د عتبه هنرمندانو له خوا ئ ډير تود هرکلی وشو.
ایکنانیوز په دوام کې ددغه قرآني هنرمند دآثارو یوانځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړانډې کوي.