IQNA

په؛نداءالاقصی؛موکب کې د فلسطین له آرمان سره د حسینی اربعیّن دزیارتوالو د میثاق نوي کول

10:51 - August 21, 2024
د خبر لمبر: 3489729
ایکنا – د نجف کربلا د اربعیّن د پلی میلیوني لاریون په لاره کې د فلسطین له آرمان(د الاقصی جومات آزادول)سره د حسینی اربعیّن د زیارتولو د میثاق د نوي ک ولو په موخې سره نداءالاقصی نومې موکب د مختلفو هیوادونو او فلسطین د لسګونو عالمانو او فعالانو په شتون سره خپل فعالیت پيل کړی او د حسینی اربعیّن تر ورځې پورې به د ابا عبدالله الحسین دعاشقانو کوربه وي.

ایکنانیوز د topalestine،خبري سایټ له قوله راپور راکړود حسینی اربعیّن د پیاده روئ په لاره کې فلسطینه په ملاتړ کې د موکبونو ترسره کیدا د عراقی مسئولانو سیاستونه دي چې سږکال د نداءالاقصی موکب، د نجف کربلا د میلیوني لاریون په لاره کې د خپل شتون څلورم کال تجروبه کوي.
 نداءالاقصی موکب په ۸۳۳موکب( د بیت المقدس په ۸۳۳کلومیټرۍ کې) جوړ شوی او د ایرانو او عراقیانو نړیوالو فعالانو سره په ملګرتیا سره د یوشمیر فلسطینیو عالمانو او فعالانو په ملګرتیا سره توانیدلی دی د حسینی اربعیّن دستورې  د فلسطین او الاقصی جومات له آرمان سره یوځاي کړي.
په دوام کې د  انځورونو د نندارتون  یوه ویډیو نندارې ته وړاندې شوی  او په دغه موکب کې د ا یران،عراق،لبنان او فلسطین کې د اسلامی مقاومت د شهیدو قوماندانانو او مبارزانو انځورونه مشاهده کوئ.
د کربلا والی نصیف الخطابی د حسینی اربعیّن د پلی لاریون د دستورو د ترسره کیدا په لاره کې د نداءالاقصی نومې لوي موکب جوړیدا ته په اشارې سره په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده،په تیرو کلونو کې پر سمینار ترسره کیدا سربیره  د فلسطین په ملاتړ کې د عراق او نورو هیوادونو د عالمانو او سیاستوالانو په شتون سره دوه سمینارونه هم ترسره کړي دي او ټاکل شوې ده،دغه دستورې هماغه شان دوام ولري.
هغه په دوام کې ټينګار کوي چې اوس د نړۍ ۶۰ هیوادونو څخه د نداءالاقصی په موکب کې د مقاومت وګړي سره غونډ شوي دي څو اعلان وکړي،چې دغه له مشقت ډکه لاره ئې ټاکلې ده څو په سرښیندنې  او قربانۍ سره د عقیدې،لیدتوګې،اخلاص او د خپلو ارزښتونو څخه ساتنه وکړي.
د نجف کربلا په لاره کې د میلیوني لاریون زیارتوال د مقاومت په چورلیز سره  پلې کارډونه او پوسټرې  او بیرغونو په لاسونو کې په اوچتولو سره د استبداد او جنایتکارو په وړاندې  داقتدار او استقامت د سمبول په توګه د امام حسین علیه السلام پر حماسي لارې ټينګار او د فلسطین له آرمان سره  بیعت نوی کوي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4232666

captcha