
ایکنا –د حسینی اربعیّن په شپو ورځو کې ققنوس مذهبی کلتوري ډلې په کربلا مقدس ښار کې د ویډیو مپینګ په بڼه د حضرت علی اصغر(َع) د شهادت د انیمیشن پشمول د مذهبی آثارو د نمایش او ډيجیټلي محتوا د برابرولو اقدام کړی دی.
ایکنانیوز راپور راکوي، د حسینی اربعیّن په شپو ورځو کې د عراق په مختلفو ښارونو په تیره بیا په نجف او کربلا ښارونو کې ډیرکلتوري اقدامات ترسره کیږي.
په همدې لړ کې ققنوس مذهبی کلتوري ډلې ، د سالار شهیدان حضرت امام حسین علیه السلام د اربعّین په شپو ورځو کې په کربلا مقدس ښار کې د ویډیو مپینګ په بڼه د ډيجیټل محتوا او د مذهبی آثارو د نمایش د برابرولو قدام کړی دی.
دغه کلتوری پيښه د حضرت علی اصغر د روضې په عنوان سره چې په کربلا ښار کې د حضرت امام حسین علیه السلام د مقدس حرم د باب القبله په وړاندې په پرچم چوک( ساحةالالواء) کې ترسره کیږی، د اباعبدالله الحسین(ع) زیارتولاو خاصه توجه ورته اوښتل شوې ده.
دغه اغیزشیندونکی میداني فعالیّت په دریم کال کې هم اجرا کیږي او تر اوسه پورې ئې ځان ته ډير مخاطبان جلب کړي دی . په دغې پيښې کې د حضرت علی اصغر(ع)پر روضې سربیره ، دغزې د معصومو ماشومانو په حق کې د وحشي صهیونیسټي ماشوم وژونکي رژیم د جنایتونو انیمیشن هم په پرَدې باندې نندارې ته وړاندې کیږي.
په کربلا کې د سختې تودوخې او ګرمئ په دلیل ددغې پيښې فعالیت هره شپه له اتو بجو څخه د سهار وختي څلورنیمو پجو پورې اجرا کیږی.
https://iqna.ir/fa/news/4232740