IQNA

د حسینی اربعیّن؛ دمقاومتي جبهې قوت ؛ نومې سمینار په کربلا کې ترسره شو(انځورونه)

11:02 - August 21, 2024
د خبر لمبر: 3489731
ایکنا – د؛حسیني اربعیّن ؛ د مقاومتي جبهې قوت؛ نومې غونډه ، د اهل بیت(ع) د نړیوالې ټولنې پّهمت سره په کربلا معلی کې ترسره شو.

ایکنانیوز د مجمع جهانی  اهل بیت(ع) د عمومی اړیکو له قوله راپورراکړ دغه ټولنه په کربلا مقدس ښار کې  د حسینی اربعیّن په شپو ورځو کې په ډول ډول عنوانونو سره  سیمینارونو لړۍ ترسره کوي.
د اهل بیت (ع) د نړیوالې ټولنې  د تحصوصی ناستو ددغې لړۍ  لومړنۍ غونډه د ؛ د حسینی اربعیّن ؛ د مقاومتي جبهې قوت؛  په عنوان سره  ترسره شوه چې  په هغې کې د پاکستان، هندوستان هیوادونو عالمانو  د حسینی حماسې او مقاومتی چورلیز په باب  خپل نظرونه وړاندې کړل.
په پاکستان کې د کراچۍ د اسلامی مرکز مدیر طاهر عباس اعوان د کراچۍ د یوه جومات امام سید ابوطالب موسوي  او د هندوستان یو رسندوئي فعال سید حسن کاظمي  ددغو دستورو  اصلی وینا وال وو.
ددغې غونډې ترڅنګ ،د صهیونیسټي وحشي رژيم د جنایتونو او د فلسطین په حوزې کې د کارټونونو  یو نندارتون هم ترسره شوی ؤ چې د ګډون کونکو ډير  دتوجه وړ وګرځيد.
ددغې معنوي غونډې په پآي کې د مجلس په ترسره کیدا سره  د  حضرت امام حسین علیه السلام لپاره روضه اوعزاداري هم وشوه.

https://iqna.ir/fa/news/4232650

captcha