IQNA

په تانزانیا کې د قرآن د حفظ په سیالیو کې د نړۍ د ۱۱هیوادونو د میرمنو سیالئ

11:03 - August 21, 2024
د خبر لمبر: 3489732
ایکنا – د میرمنو د قرآن کریم د حفظ ترټولو لوئې سیالۍ به د تانزانیا په دارالسلام ښار کې په راتلونکي میاشتې کې رتسره شي.

ایکنانیوز  د کلتور او د اسلامی ارتباطاتو د ادارې دعمومی اړیکو د دفتر له قوله راپور راکوي، د میرمنو د قرآن کریم د حفظ ترټولو لوئې سیالۍ د راتلونکي شهریور د میاشتې په لسمه نیټه د تانزانیا په پلازمینې دارالسلام ښار کې ترسره کیږي.
دغه سیالۍ په عربسان کې ددیره اسلامی  هیوادونو د پيوستون د ادارې په همت او د تانزانیا د مسلمانانو  د عالی شورا (باکواتا) په ملګرتیا سره منظمې شوي او ټاکل شوې ده د یولسو هیوادونو د سیالي کونکو میرمنو په شتون سره د بنیامین مکیا فټبال سټيډیم  په کوربتوب سره ترسره شي.
دغه سیالۍ د درو سپارو ،پنځو سپارو،اوو سپارو، لسو سپارو، پنځلسو سپارو ،شلو سپارو،پنځه ویشتو سپارو او دیرشو سپارو  د حفظ په څانګو کې ترسره کیږي او په هرې څانګې کې به دروو غوره کسانو ته  ښې جایزې ورکړل شي.
د تانزانیا  ولسمشره میرمن سامیه سولهو حسن  به ددغو سیالیو ځانګړې میلمه وه او د اسلامی  هیوادونو د پیوستون د موسیسې عمومی منشي شیخ العیسي  به هم پکې شتون ولري.
په دې لړ کې د تانزانیا لوي مفتي شیخ ابوبکر بن زبیر تیره اونۍ د مرداد یا زمري د میاشتې په ۲۴ نیټه  په خبري کنفرانس کې  ددغو قرآني سیالیو د اهمیّت په باب  خبرې وکړې او له درستو مسلمانانو ئې وغوښتل ،په دغو سیالیو کې دې د قرآن دحافظو میرمنو د  هڅونې او هم په دغو سیالیو کې د قرآني  کلتور د دودولو لپاره ګډون وکړي.
په وروستیو کلونو کې تانزانیا هیواد  قرآني سیالیو په ترسره کیدا کې په افریقائي هیوادونو کې ځانګړی مقام پيدا کړی دی.داسې چې  هر کال  دمختلفو عمرونو  کسانو لپاره ډيرې زیاتې قرآنی سیالۍ ترسره کیږی چې  په هغو کې یوه  د فټبال سټیډيم کې  د ښاغلو سیالۍ دي چې معمولا د روژې په مبارکې میاشتې  کې او د لسګونو زره وګړو په شتون سره ترسره کیږي او په نورو مسلمانو هیوادونو کې  ډير انعکاس لري.
https://iqna.ir/fa/news/4232808

captcha