
ایکنا نیوز راپورد القدس العربی له قوله راپور راکړ،د ایرلینډ لومړي وزیر سیمون هرس په یولړڅرګندونو کې ووئيل، نړۍ په کافی اندازه په غزې کې د اوربند د اجرا لپاره اقدام نه دی کړی.
پي ای میډیا بریتانوي خبری آژانس راپور ورکړی دی،هریس د صهیونیسټ رژيم او د اروپائي اتحادئې ترمینځ د ملګرتیا په موافقې د فوری بیا کتنې غوښته کړې او ټينګار ئې کړی دی چې په دغې تجارتي موافقې کې د انسانی حقوقو د مادو خلاف ورزي شوې ده.
هریس خبرداری ورکړی چې نړۍ به دغې جګړې ته د بې ننګئ یوتورتم خال په توګه وګوري.
د ایرلینډ لومړي وزیر ووئيل، هره ورځله ځانه پوښتنه کوم چې د ایرلینډ حکومت په دې زمینې کې لا زیات څه کارونه کولی شي.هریس سه شنبې په ورخې په ډوبلین کې ووئيل، زه هغه صحنې چې په مینځني ختیځ کې رامینځةکیږي، بوږنونکي ، وحشتناکې او تقریبا نه تصوّر کیدونکی ګڼم.
هریس توضیح ورکړه؛ زه دا د ماشومانو په ضد جنګ ګڼم او باؤری یم چې همداسې ده.هغه کار چې اسرائيل ئې ترسره کوي، په بشپړ ډول نامناسب دی.
هغه ټينګار کړی دی چې هغه او د اسپانیا او اسلوینیا لومړمی وزیران د اسرائيلو او د اروپائي اتحادئې ترمینځ د ترسره شوي ملګرتیا په موافقې کې د بیا کتنې غوښتونکي یوو.
https://iqna.ir/fa/news/4232812