IQNA

په کینیا کې د قرائت د شخصیّتونو د سیالۍ د ترټولو برلاسه کسانو ستاینه

10:40 - August 24, 2024
د خبر لمبر: 3489745
ایکنا – د درستې نړۍ د لسو کسانو د قرائتونو د مجوز لرونکو  د قرآن د حافظانو او د افریقائي عالمانو په ګډون سره د لس کسیزو قرائتونو د شخصیّتونو د سیالۍ د ترټولو برلاسه کسانو دستورې د کینیا په پلازمینې نیروبی کې ترسره شوې.

ایکنانیوز د الحوار له قوله راپور راکړ، د کینیا پلازمینه  نیروبي د لس کسیزو قرائتونو د شخصیّتونو د سیالۍ په عنوان سره د افریقا د لوئې وچې په سویه د قرآني ترټولو لویو سیالیو کوربه ؤ چې د اسلامی نړۍ د اتحادئې له خوا او د د مسلمانو عالمانو د ټولنې د مشر شیخ محمد بن عبدالکریم آل عیسی په ګډون او دغه راز د زیات شمیر افریقائي عالمانو د قرآن کریم د حافظانو په شتون سره ترسره شوې. محمد آل عیسی  ددغو سیالیو غوره کسان چې د نړۍ په سویه پخپل ډول لومړنۍ سیالي ده او په دې کې لس کسیزو قرائتونو  په اساس د قرآن کریم د حافظانو  سیالۍ وشوې  وستایل.

ددغو سیالیو د ترسره کیدا موخه لس کسیزو قرائتونو ته د قرآڼ د حافظانو د اهتمام او توجه وه او  په واړو او  لویو لس کسیزو قرآئتونو دوو څانګو کې ګډون کونکو سره سیالۍ وکړې.

 په دغو دستورو کې افریقائي مسلمانانو د اسلامی نړۍ د اتحادئې ددغه استثنائي اقدام د ترسره کولو په خاطر قدرونه او ستاینه وکړه. ددغې اتحادئې عمومی منشي هم ټينګار وکړ چې دغه سیالۍ په قرآڼ کې د تدبّر او په دغه آسماني کتاب باندې د عمل  لپاره د قاریانو او حافظانو د زده کړې اولارښونې په لړ کې ترسره شوي دي.

ددغو سیالیو له ترسره کیدا د اسلامی نړۍ داتحادئې یوه بله موخه له قرآني قرائتونو سره بلدتیا، د قرائتونو د علم یادونې ته د قرآن د حافظانو هڅول،په حافظانو کې د شرافتمندانه سیالۍ د روحیې رامینځةکول  او دوي ته توجه او احترام، په قرآني اخلاقو د ښکلولو پیاوړتیا او  په دغه آسماني کتاب عمل کول او د کلام الله مجید له حافظانو د ممتاز او د یوه توانمن نسل روزلو ته اشاره کولی شو.

https://iqna.ir/fa/news/4233164

captcha