IQNA

د اسرائیلو د رژیم یو جګپوړی پوځي چارواکی:

نتانیاهو به د سیاسي دلایلو په خاطر جګړه پای ته ونه رسوي

9:05 - September 01, 2024
د خبر لمبر: 3489779
د صهیونیسټ رژیم د پوځي عملیاتو د څانګې پخوانی مشر وایي، د اسرائیلو لومړی وزیر نه غواړي، په غزه کې جنګ د سیاسي دلایلو له امله پای ته ورسیږي.

په دې وروستیو ورځو کې په اشغال شویو سیمو کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د سیاستونو پر ضد د اعتراضونو نوې څپه پیل شوې ده.
صهیونیسټي لاریونوال د فلسطین له مقاومت سره د اوربند او د دغه رژیم د بندیانو د خلاصون لپاره د فوري موافقې غوښتنه کوي.
پارس ټوډی د الجزیرې تلویزیون له قوله خبر ورکړی چې، د صهیونیسټ رژيم د پوځي عملیاتو د څانګې پخواني مشر د بنیامین نتانیاهو په کارکردګۍ نیوکه کړې او زیاته کړې، په غزه کې د جګړې د اوږدولو په اړه د نتانیاهو ټینګار د دې لامل شوی چې د نتانیاهو او فیلاډلفیا د محور اهمیت لوړ وښایي.
هغه زیاته کړه: په دې مبالغه سره نتانیاهو هڅه کوي چې د بندیانو د تبادلې اهمیت کم کړي.
د صهیونیسټ رژیم دغه پخوانی پوځي چارواکی څرګنده کړه: نتانیاهو نه غواړي چې د سیاسي دلایلو له مخې جګړه ژر ختمه شي،  په داسې حال کې چې په نتانیاهو او فیلادلفیا محور کې د پوځ په پاتې کیدو سره په اسرائیلو کې حالات د پخوا په نسبت خرابیږي.

parstoday

captcha