IQNA

د قطر د قران کریم سیالۍ په نوي نسخې سره ترسره کیږي

11:55 - September 02, 2024
د خبر لمبر: 3489789
د قطر د اسلامي اوقافو او چارو وزارت د ښځو او د زده کونکو ، د سیالۍ د جایزو د زیاتولو او د دغو سیالیو د ګټونکو د شمیر د زیاتولو په برخه کښې د شیخ جاسم بن محمد بن ثاني په نوم د قطر د قران کریم په عمومي سیالیو کښې د بنیادي بدلون د راوستلو خبر ورکړ.

ایکنا خبري اژانس د حال الخلیج په قول راپور راکړی د قطر د اسلامي اوقافو او د اسلامي چارو وزارت د شیخ محمد بن  جاسم ال ثانی د قران کریم په سیالیو کښې د بنسټیزو بدلونو خبر ورکړ چې پکښې د ښځو د ازموینې او د جیوریسټانو د کمیټۍ جلا کیدل او د سیالۍ د ګټونکو د شمیر دوه برابره کیدل او د دغو سیالیو د  مالي جایزو د ارزښت زیاتول پکښې شامل دي.
د شیخ جاسم د قران کریم د سیالیو د ترسره کولو د کمیټۍ  مشر مال الله عبدالرحمن الجابر د دغه خبر په اعلانولو سره وویل په نوي نسخې سره د قران کریم د سیالیو د ترسره کولو په زمینه کښې د اوقافو د وزارت پریکړه د دغو سیالیو هدفونو ته د رسیدا په لړ کښې د فیصلو د ترسره کیدا او د فعالیتونو د لمن په پراخولو کښې د سیالیو د منظمولو د  کمیټیو د اختیاراتو د پیاوړتیا سبب شوي دي.
الجابر ډاګینه کړه د قران کریم مقام او اهمیت ته په پام سره د سیالیو د منظمولو کمیټۍ د دغو سیالیو په تیره بیا د ښځو او د انجلیو په برخه کښې د کیفیت د بدلون د رامینځته کولو په  لړ کښې فیصلبه وکړه چې د ښځو او د سړیو د سیالۍ د ترسره کولو او د جیوریسټانو فعالیت په کامل ډول له یوبل څخه جلا کړي او ګډون کونکي ښځې به د دغو سیالیو په ټولو پړاونو کښې د ښځو د ازموینې د کمیټۍ تر څارنې لاندې عمل وکړي.
د سیالیو د کمیټۍ لخوا وټاکل شوه د ښځو د ډلې د سیالیو له دریو اصلي برخو څخه په هرې برخې کښې پینځو ګټونکو میرمنو ته جایزې ورکړل شي.
په دې سربیره د قران کریم په دغو سیالیو کښې بریالی شویو سړیو او ښځو ته د بیلا شویو جایزو ارزښت هم دوه برابره شوی او درې میلیونه قطري ریالو(Rials) ته رسیدلی دی.
دغه راز د لومړي ځل لپاره د شیخ جاسم د قران کریم د سیالیو د زده کړې برخه هم فعاله شوي ده.
په قطر کښې د شیخ جاسم د قران کریم د سیالیو په دیرشم پړاو کښې د نومونو ثبتول چې د خارجي وګړو په تیره بیا په قطر کښې د هستوګنه خارجیانو لپاره دی د روانې میاشتې له لومړیو څخه پیلیږي او نهايي پړاو به یې هم په راتلونکي اکتوبر میاشت کښې ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4234471

captcha