IQNA

د حضرت امام رضا علیه السلام مناظرې/

امام رضا او د مذهبونو او د دینونو له پیروانو سره مناظرې

7:31 - September 04, 2024
د خبر لمبر: 3489796
ایکنا - د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم یوه ګران لسمي حضرت امام رضا علیه السلام د اسلامي مذهبونو او د نورو دینونو له علماو سره ډیرې مناظرې کړی او هغه حضرت په بیلابیلو موضوګانو سره د مناظرو په ټولو غونډو کښې بریالی شوی و.

ابو الحسن علي بن موسی بن جعفر چې لقب یې رضا دی د شیعه مسلمانانو اتم امام دی چې په یوسل اته څلویښتم هجري قمري کال کښې په مدینې کښې وزیږیده او په دوه سوه لومړي هجري قمري کال کښې د عباسي واکمن مامون په حکم مرو سیمې ته احضار کړی شو او د دوه سوه دریم هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په دیرشمه نیټه د عباسي واکمن مامون په دسیسې سره شهید کړی شو.
هغه حضرت په عبادت ، زهد، خاکسارۍ ، بخشش او زغم کښې د ټولو سرخیل و.
له امام رضا علیه السلام څخه په مخکې وخت کښې فقهي بحثونه دود وو خو د هغه حضرت په وخت کښې اعتقادي بحثونه ډیر دود شوي وو او په همدې وجه د اسلامي مذهبونو او دنورو دینونو له علماو  او متفکرانو سره د حضرت امام رضا علیه السلام ډیرې مناظرې ترسره شوې.
عباسي واکمن مامون د مناظرو د غونډو په ترسره کولو کښې د سیاسي غرضونو په خاطر ډیره هڅه وکړه چې لږ تر لږه په یوې  موضوع کښې حضرت امام رضا علیه السلام مغلوب شي خو د عباسي واکمن مامون له دغو ټولو هڅو سره سره په بیلابیلو موضوګانو سره په ټولو غونډو کښې امام رضا علیه السلام د مناظرې ګټونکی و.
دغه مناظرې له اسلام او نورو دینونو څخه د حضرت امام رضا علیه السلام د ژورې مطالعې د لرلو او د اسلام دین د حقایقو د دفاع کولو ښودنه کوي.
حضرت امام رضا علیه السلام له عقلي او نقلي استدلالونو په استفادې سره د اسلام د حقانیت دفاع او مطرحو شکونو ته د ځواب د ورکولو اقدام وکړ.
حضرت امام رضا علیه السلام د اسلام د اصیلو تعلیماتو په بیانولو سره نړیوالو ته د دغه دین حقیقي څيره وروښودله او  د ځینو ناسمو او د سرزورو اخیستونونو مخه یې ونیوله.
د مناظرو په اصلي موضوګانو کښې توحید ، د خدای ربوبیت و د پیغمبرانو نبوت او په تیره بیا د اسلام د ګران پیغمبر نبوت او د هغوې  معجزې او په اسلام او د قران کریم په تفسیر کښې د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم مقام شام و.
حضرت امام رضا علیه السلام د قران کریم په تسفیر سره ډیرو شکونو ته ځواب ورکړ او د قران کریم د ایتونو دقیقې معنې یې روښانه کړې.
د حضرت امام رضا علیه السلام په مشهورو مناظرو کښې له ستر  عیسايي عالم جاثلیق » سره مناظره کول وو کوم چې وتوانید د حضرت امام رضا علیه السلام پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.
راس الجالوت د یهودیانو مشر و چې له حضرت امام رضا علیه السلام سره په مناظرې کښې یې د اسلام او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په حقانیت اعتراف وکړ.
هریز اکبر یو زرتشتي عالم و چې له حضرت امام رضا علیه السلام سره په مناظرې کښې  د زرتشتي عقایدو په کمزورتیا پوه شو.
د حضرت امام رضا علیه السلام مناظرو ډیرې مهمې نتیجې درلودلې او د اسلام د پراختیا او دغه دین ته د ډیرو خلکو د جذبیدا سبب شو او هغه دغه راز نړیوالو ته د اسلام د حقیقي څیرې په معرفي کولو سره د ځینو ناسمو او د سرزورو اخیستونونو د خپریدا مخه ونیوله.
دغو مناظرو دغه راز په اسلامي ټولنه کښې د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص منزلت پیاوړی کړی او ډیر خلک د حضرت امام رضا علیه السلام له مقام او علم څخه خبر شول.

captcha