ایکنا نیوز راپور راکوی،په دغو مراسمو کښې چې د مصر د الازهر پوهنتون د استاد او د شیخ منشاوي زوي عمر محمد صدیق المنشاوي ګډون درلود د اسلام د نړیوالې ټولنې لخوا یو میډل ډالۍ شو .
د شیخ منشاوي زوي عمر محمد المنشاوي په دې خبرې سره چې د منشاوي د کورنۍ ګڼ شمیر غړي د قران کریم قاریان او حافظان دي وویل زما پلار په نهه کلنۍ کښې ټول قران کریم حفظ کړ او د قران کریم په تلاوت کښې د خپل پلار تر اغیز لاندی وم او له خپل پلار څخه مو د قران کریم د تلاوت فن زده کړ، شیخ منشاوي دغه راز د مصر د یوه ستر قاري محمد رفعت تر اغیز لاندی هم و.
د شیخ منشاوي د زوي په وینا دغه ستر قاري هیڅکله له استادانو د قران د تلاوت مقامات او موسیقۍ زده نکړه.
عمر محمد صدیق المنشاوي د خپلي قراني سفر په هکله هم وویل له دې سره سره چې د قران کریم تلاوت مو له خپل پلار څخه زده کړ او د ډیرو خلکو په وینا زما د قران کریم د تلاوت لحن او غږ زما پلار ته ورته دی زده کړه او تدریس مو په الازهر پوهنتون کښې پیل کړه.
هغه په دوام کښې د شیخ منشاوي په نوم د منفلوط ښار د ستر پل د نومولو په دلیل د مصر د ولسمشر مننه او قدرونه وکړه.
یادونه کوو چې شیخ محمد صدیق المنشاوي چې د خپلو اسطوري تلاوتونو په دلیل په نهاوند مقام کې د ؛نهاوند مقام پاچا؛باندې او همداراز د د تلاؤت په وخت د زیات خشوع په ؛ژړیدونکی قاری؛ هم مشهور دی و د قرآن کریم تلاؤت ئې له هماغه وړوکوالي پيل کړ او کله چې یولس کلن شو،نو مصر په سوهاج او نورو سیمو کې د هغه په زړه پورې تلاؤت ډير مشهور شو.هغه یوزاینی مصری قاری ؤ چې یواز ې یوخل په تلاوت کولو سره او د قاضیانو د پلاوي په وړاندې له حاضریدو پرته ، د مصر د قرآن ریډیو کې د تلاؤت لپاره غوره شو.شیخ محمد صدیق المنشاوی پخپل برکتناک عمر کې مختلفو هیوادونو ته سفرونه او د قرآن کریم تلاوتونه ئې وکړل چې په هغو کې ترټولو مشهور په مسجد النبی، مسجد الحرام او همداراز په الاقصی جومات کې تلاوتونو ته اشاره کولی شو.
https://iqna.ir/fa/news/4235629