IQNA

د اماراتو د میرمنو د قران د نړیوالو سیالیو دوهمه ورځ

10:02 - September 10, 2024
د خبر لمبر: 3489823
ایکنا - د شیخه فاطمه بنت مبارک» په نوم د قران کریم د نړیوالو سیالیو د دوهمې ورځې دستورې په سهار او مازیګر نوبت کښې د دولسو ګډون کونکو په سیالیو سره ترسره شوې.

ایکنا خبري اژانس د الخلیج ورځپاڼې په قول راپور ورکړ د تیوس اسما بنت عبدالرزاق شلبي ، د نیجریا مریم حبیب ، د کینیا فاتي حسن راشد، د فرانسې سمیه حداد ، د انډونیزیا سلوی  سلسبیله  او د کامرون خدیجه احمد د سیالیو په سهار نوبت کښې ګډون وکړ.

دغه راز د جنوبي افریقا عایشه بلال جاخوره ، د سوریې الا کوشه ، د ایټالیا علا بحیري ، د ایتوپیا دوسه خلیل جامع ، د کومور متحد جمهوریت رابعه مطر یوان او د عاج ساحل مریم کیا د سیالیو په مازیګر نوبت کښې د ټول قران کریم د حفظ په برخه کښې له یوبل سره سیالۍ وکړې.

د تیونس استازي اسما بنت عبدالرزاق شلبي وویل ما د قران کریم حفظول له شپږ کلنۍ څخه پیل کړل خو د وقفې په دلیل مو په نولس کلنۍ کښې پاې ته ورسول او د دوبۍ د قران په سیالیو کښې زما ګډون د قران په نړیوالو سیالیو کښې زما دوهم شتون دی.

دغه راز د فرانسې استازي سمیه حداد چې مراکش توکمه او د لیسې د اول کال زده کونکي ده وویل چې د قران کریم حفظ کول مو له اوه کلنۍ څخه پیل کړل او په یوه کال کښې مو پاې ته ورسول او هغه خپل لومړی شتون د قران کریم په نړیوالو سیالیو کښې تجربه کوي.

د شیخه فاطمه بنت مبارک» د قران کریم د حفظ د نړیوالو سیالیو د اتم پړاو فعالیتونه د ټولې د نیا د شپیتو ګډون کونکو په شتون سره د دوبۍ په ممرز سیمه کښې په کلتور او علم تالار کښې د وږې د میاشتې له اولسمي نیټې څخه پیل شوي او تر چهارشنبې  ورځي یعني د وږي د میاشتې تر یویشتمې نیټې پورې به دوام ولري.

په دغو سیالیو کښې د ایران استازي زهرا انصاري د چهارشنبې ورځې په سهار د سیالۍ کونکو په ځاې کښې په شتون سره د جیوریسټانو د ډلې پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

https://iqna.ir/fa/news/4235655

captcha