ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د اوسمهاله دنیا د اردو ژبې د هیوادونو د پینځه زره زیارتوالو ستره غونډه پرون په یکشنبې ورځ د قدس رضوي حرم د غیر ایراني زیارتوالو د مدیریت په زیار سره په امام خمیني رحمت الله علیه رواق کښې د بیلابیلو کلتوري، تبلیغي او تربیتي پروګرامونو په اجرا سره ترسره شوه.
د قدس رضوي حرم د غیر ایراني زیارتوالو مدیر حجت الاسلام و المسلمین سید محمد ذوالفقاري په خپلې لنډې وینا کښې زیارتوالو ته په هرکلي ویلو سره وویل شاید د زیارتوالو اخري ډله چې د حضرت امام حسین علیه السلام له سپیڅلي حرم څخه په مشهد کښې د حضرت امام رضا علیه السلام زیارت ته راغلي ده د هندوستان او د پاکستان د پینځه زره اردو ژبې زیارتوالو ستره غونډه وه چې په امام خمیني رحمت الله رواق کښې یې په اردو ژبه ځانګړي مراسم او نوحې او ماتم وکړ او په منظمو صفونو کښې ودریدل او سر او ټټرې ووهلې.
هغه وویل د اردو ژبې په خاصو عقایدو کښې دا دي چې په عراق کښې د حضرت امام حسین علیه السلام او د حضرت عباس علمدار علیه السلام سپیڅلیو زیارتونو ته له ورتلو مخکې او ستنیدا وروسته شاه خراسان یعني د حضرت امام رضا علیه السلام زیارت ته ورشي او د کربلا د برات په ابتدايي زیارت او په انتهايي تشرف کښې د خپلو زیارتونو د قبلیدا مهر د مهربان ام حضرت رضا علیه السلام له سپیڅلي حرم څخه لاس ته راوړي نو ځکه خو د رضوي منور زیارت د صفر د میاشتې په نیمايي او د ربیع الاول د میاشت په لومړیو کښې له بل هر وخت څخه زیات د زیارتوالو په تیره بیا د اردو ژبې د ګڼ شمیر زیارتوالو کوربه دی.
د دغو مخلصو او د سوځیدلي زړونو شیعه مسلمانانو د ماتم دستورې پرون مازیګر د جلیل اشرفي لخوا د قران کریم د څو ایتونو په تلاوت سره پیل شوې او د د اتم امام حضرت رضا علیه السلام د زلمیو د سرود د ډلې لخوا د څو ژبې نړیوالې سرود په اجرا کولو سره مخ ته یوړل شوې.
په بیلابیلو وختونو کښې د ټټرو د وهلو مراسم او نوحې او مرثیې د اهل بیت علیه السلام د مداحانو یعني شاهد حسین بلتستاني او سید شادمان رضا لخوا ولوستل شوې.
ورپسې حجت الاسلام و المسلمین سید رضا حیدر زیدي او اعجاز حسین بهشتي د دغو معنوي مراسمو په دوام کښې د اهل بیت علیهم السلام د سیرت په هکله ویناوې وکړې.
یادونه کوو د قوت علي شیخ، د رضا پیر بای، د غلام عباس مشهدي او د فدا محمد په نوم د نیکو کارونو د ترسره کونکو درنښت او دغه راز د حضرت امام رضا علیه السلام د ځانګړي صلوات استول او د حضرت امام رضا علیه السلام په میلمستون کښې شتون د دغو معنوي مراسمو د پاې ټکی و.