IQNA

حسیني اربعین کښې د عراق د ملت او د حکومت له میلمستیا د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د مننې پیغام

10:43 - September 12, 2024
د خبر لمبر: 3489833
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په یوه پیغام کښې د حسیني اربعین په ورځو کښې د عراق د ستر ملت او د موکب جوړونکو د کوربه توب مننه وکړه.

 حسیني اربعین کښې د عراق د ملت او د حکومت له میلمستیا د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د مننې پیغامایکنا خبري اژانس د حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د اثارو د حفظ او د نشر د دفتر د اطلاع رسونې د مرکز په قول راپور ورکړی د اسلامي انقلاب ستر لارښود په یوه پیغام کښې د حسیني اربعین په ورځو کښې د عراق د ستر ملت او د موکب جوړوکو د کوربه توب مننه وکړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ښاغلي ډاکټر مسعود پزشکیان پرون سهار عراق ته د سفر په وخت د دغه هیواد لومړي وزیر  ته د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د پیغام عربي متن او لوح ورکړه.
د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د پیغام فارسۍ ژباړه په دې ډول ده:
بسم الله الرحمن الرحیم
لومړنی ټکی او کلمه تشکر  یعني مننه ده ؛ د زړه له تله له خپل طرفه او د ایران د ستر ملت لخوا مننه کوم هم د تاسو موکب جوړونکو چې د اربعین په ورځو کښې مو کرامت، دوستۍ او رحمت خپلې اخري درجې ته رسولی دی؛ هم د عراق له ستر ملت او هم د عراق د حکومت له چارواکو څخه مننه کوم چې امنیت ، چاپیریال او زمینه یې برابره کړه ؛هم په تیره بیا د عراق له سترو مذهبي مراجعو او سترو علماو چې د زیارت چاپیریال یې  د ایران او د عراق د دوو  ملتونو او د خلکو ترمینځ یې د ورورګلوۍ په فضا بدل کړی دی ؛ حقیقتا د مننې ځاې لري.
په لاره کښې د عراق د ګرانو وروڼو چلند او له حسیني زیارتوالو سره د تاسو له مهربانۍ ډک چلند په ننۍ دنیا کښې ساري نلري، هماغه ډول چې په خپله د حسیني اربعین لارون په تاریخ کښې ساری نلري او دغه راز د لسګونو میلیونو کسانو د امنیت او د سلامتیا ساتل په اوسنۍ ناامنه نړۍ کښې یو ستر او بې ساری کار دی.
تاسو اسلامي کرامت او عربي کرامت په خپل چلند او اعمالو کښې وښود او دا ټول د سید الشهدا سلام الله علیه سره د مینې په خاطر دي. له حسین بن علي سره دغه عشق یوه استثاني چاره ده ، دې ورته چاره مو په هیڅ ځاې  او هیڅ وخت کښې نه ده لرلي او نه یې لرو.
هیله من یم چې متعال خدای دغه عشق د تاسو په زړونو او  زمونږ په زړونو کښې ورځ تر بلې زیات کړي.
نن سبا د مینې جاذبه ډیره پراخه شوي ده چې د غزې تړانګې له پرتمینه ډګر څخه  تر زیاتو غیر  مسلمانانو پورې ټولنې پکښې شاملیږي؛ والحمد الله.
https://iqna.ir/fa/news/4236107

captcha