ایکنا خبري اژانس د شارجه څلرویشتم ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د «شیخه فاطمه بنت مبارک» د قران کریم د نړیوالو سیالیو د اتم پړاو د څلورمې ورځې مراسم د دوبۍ په ممرز سیمه کښې په کلتور او علم تالار کښې ترسره شول.
په تیرې سه شنبې ورځ دولس ګډون کونکو په دوو نوبتونو یعني سهار او مازیګر کې په دغو سیالیو کښې له یوبل سره مقابله وکړه.
د سهار په نوبت کښې شپږو ګډون کونکو یعني پوتري امینه بنت محمد حنیف له مالیزیا ، یارا محمود مثقال عباسي له اردن ، عین الهدی محمد مبارک له سریلانکا او حفصه عمر یوسف جزاع الشملان له کویت څخه ، دلیلی فائقه بنت نصرالدینله برونايي دار السلام او زینب موسالا اامینګا له کانګو ډیموکراټیک جمهوریت څخه د قران کریم په دغو سیالیو کښې له یوبل سره مقابله وکړه.
د مازیګر په نوبت کښې هم شپږ ګډون کونکو چې له موریتانیا څخه خدیجه سید المختار ، له فلسطین څخه جمیله باسم سلیمان عبده ، له مصر څخه اسما یونس ابراهیم الباز ، له بنګلادیش څخه منیر الزمان ، له امریکا څخه عبدالرحمن عبدیل او له موزامبیک څخه سلیم ستار ابراهیم پکښې شامل وو له یوبل سره سیالۍ وکړه.
پرون هم نهو ګډون کونکو چې د ایران استازي هم پکښې شامله وه د قران کریم د دغو سیالیو د جیوریسټانو د پلاوي په شتون سره له یوبل سره سیالۍ وکړې.
پرون شپږو نورو ګډون کونکو یعني د اوګاناډا هیواد حسینه ناسیجي ، د ایران زهرا انصاري ، د بروندي سوده نعیما، د جیبوتي هیواد مکو حسین جامع او له موریس هیواد څخه بي بي مهرین مدني شامل وو د سهار په نوبت کښې او دریو نورو ګډون کونکو چې د انګولا هیواد جوانا سباستیانو ، د متحده عربي اماراتو فاطمه ابراهیم جاسم عبدالله الحمادي او د تانزانیا شمسیه شعبان رمضان پکښې شامل وو له یوبل سره سیالۍ وکړه.
د «شیخه فاطمه بنت مبارک» د قران کریم د نړیوالو سیالیو د اتم پړاو فعالیتونه له ټولې نړۍ څخه د شپیتو ګډون کونکو په شتون سره د دوبۍ په ممرز سیه کښې په کلتور او علم تالار کښې د روان هجري لمریز کال د وږدې د میاشتې له اولسمې نیټې څخه پیل شوي او تر پرون ورځې پورې یې دوام درلود.
د قران کریم په دغو سیالیو کښې د ایران استازي زاهر انصاري پرون سهار د سیالۍ د کونکو په ځاې کښې په شتون سره د جیوریسټانو د پلاوي پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
دغه سیالۍ په اماراتو کښې د ښځو د قران د نړیوالو سیالیو یوه تر ټولو مهمه پیښه ګڼل کیږي او هغه د قران کریم د ښځینه حافظانو د وسونو د معلومولو او زیاتولو لپاره مناسب بستر ګڼل کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4236026