ایکنا خبري اژانس د فلسطین د اطلاع رسونې د مرکز په قول وویل د صهیونیسټ رژيم دولسم ټیلي ويژن ویلي دي چې د دغه رژیم د ټولنو د ارزونو پراساس په هیګ کښې دیره جنايي محکمه به زر د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیا مین نتانیاهو او د جنګ د وزیر یواو ګالانټ د نیولو حکم ورکړي.
د دغه راپور پراساس د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو او د دغه رژیم د عدلیې وزیر له حقوقي سلاکارانو غوښتي دي چې د هیګ د نړیوالې محکمې د حکم د صادریدا د مخنیوي لپاره جنایي تحقیقات پیل کړي.
د اسرائیلو دولسم ټیلي ويژن ټینګار وکړ چې د صهیونیسټ رژيم حقوقي سلاکارانو د هیڅ توجیه د نلرلو په دلیل د لومړي وزیر او د عدلیې وزیر وړاندیز نه دی منلی او ټینګار یې کړی دی دوې چمتو نه دي چې جعلي او له دروغو ډک تحقیقات پیل کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4236212