IQNA

په مصر کښې د اهل بیت جوماتونه د پیغمبر اکرم ص د زوکړې د لمانځلو لپاره چمتو کیږي

11:11 - September 14, 2024
د خبر لمبر: 3489842
په مصر کښې د اهل بیت علیه السلام جوماتونه په تیره بیا د امام حسین علیه السلام جومات او د سیده زینب سلام الله علیها جومات

 په مصر کښې د اهل بیت جوماتونه د پیغمبر اکرم ص د زوکړې د لمانځلو لپاره چمتو کیږي د  پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې د جشنونو د ترسره کولو لپاره چمتو کیږي.
ایکنا خبري اژانس د «الجمهوریه» ورځپاڼې په قول راپور راکړی په مصر کښې د اهل بیت علیهم السلام  جوماتونه په تیره بیا د امام حسین علیه السلام جومات او د سیده زینب جومات نن سبا یو متفاوت حالت لري.
دغه جوماتونه همدا اوس د پیغمبر اکرم حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې د جشنونونو د ترسره کولو لپاره د چمتو والي  د نیولو په حال کښې دي.
په دغو جوماتو کښې د اسلام د ګران پیغمبر  حضرت محمد ص د نیکمرغه زوکړې د جشن په مراسمو کښې په جوماتونو کښې د څراغانو بلول ، د ابتهال د محلفونو ترسره کول ، د نبي ذکر کول ، د قران کریم د تلاوت محفلونه او دغه راز د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله وسلم د سیرت په هکله د بیلابیلو ویناو ترسره کول شامل دي.
دغه راز د شربتو او د شیرینیو ویشل او د دغو جوماتونو د لمونځ ګزارو او د زیارتوالو میلمستیا کول په قاهرې کښې د اهل بیت په جوماتونو کښې د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص د زوکړې د مراسمو د ترسره کولو نورې جلوې او ورایښتونه دي.
د الحسین علیه السلام د جومات خطیب او د جماعت امام  مصطفی عبدالسلام  په دې هکله وویل مونږ د پیغمبر اکرم حضرت مصطفی صلی الله علیه واله وسلم عاشقان یوو او د اهل بیت علیهم السلام تکریم او احترام هم له دغه عشق او مینې څخه سرچینه اخلي.
د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص د زوکړې ورځ یوه ستره او مبارکه ورځ ده او د دغه ورځې په مناسبت ټول اسلامي او عرب امت ته مبارکي وایم.
په وروستیو کلونو کښې د مصر ځینې وهابي بهیرونو په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو  کښې په هیواد کښې د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې د جشنونو ترسره کول او د اهل بیت علیهم السلام د جوماتونو زیارت کول له اصیل اسلامي سنت سره مخالفه چاره  او انحراف بللي دي.
دغو وهابي ډلو په مصر کښې د دغو جشنونونو د بندیدا او دغه راز د اهل بیت علیهم السلام د جوماتونو په زیارت کولو د بندیز د لګولو غوښتنه کړي ده.
د وهابي ډلو دغه څرګندونې د مصر د الازهر پوهنتون،  علماو او دیني شخصیتونو له سخت مخالفت سره مخامخ شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4236083

captcha