ایکنا خبري اژانس د شارقه څلرویشتم په قول راپور راکړی دغه مراسم د دوبۍ د قران کریم د نړیوالې جایزې په زیار پرون په جمعې ورځ د دوبۍ په ممرز سیمه کښې پروت په کلتور او علومو تالار کښې د ګڼ شمیر میرمنو، ګډون کونکو او ورسره کسانو، د قران او د حدیث د حفظ کولو د مرکزونو د مدیرانو او دغه راز د متحده عربي اماراتو د قراني موسسو د استازیو په ګډون سره ترسره شول.
مخکې د دوبۍ د قران کریم د نړیوالې جایزې د ترسره کولو د کمیټۍ نائب رئیس سعید المهیري د دغه جایزې له رسمي ویاند او د ترسره کونکي کمیټۍله غړي احمد الزاهد سره یوځاې د شیخه فاطمه بنت مبارک د قران کریم د نړیوالو سیالیو د جیوریسټانو د کمیټۍ د غړیو او د لومړۍ مرحلې د ازموینې د کمیټۍ د غړیو قدرونه وکړه.
د شیخه فاطمه بنت مبارک د قران کریم د حفظ د نړیوالو سیالیو د اتم پړاو فعالیتونه د ټولې دنیا د شپیتو ګډون کونکو په شتون سره د دوبۍ په ممرز سیمه کښې په کلتور او علم تالار کښې د وږي د میاشتې له اولسمې نیټې څخه پیل شوي او د وږې د میاشتې تر دوه ویشتمې نیټې پورې یې دوام وکړ.
په دغو سیالیو کښې د ایران استازي میرمن زهرا انصاري د وږي د میاشتې د یویشتمې نیټې په سهار د سیالۍ د ترسره کونکو په ټول کښې په شتون سره د جیوریسټانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
دغه سیالۍ په متحده عربي اماراتو کښې د میرمنو د قران کریم د نړیوالو سیالیو یوه تر ټولو مهمه پیښه ګنل کیږي او د قران کریم د حفظ کونکو میرمنو د وسونو د سنجولو او پیاوړي کولو لپاره مناسبه زمینه ګڼل کیږي.
د دوبۍ د نړیوالې جایزې د ویب سایټ پیاوړي کول:-
له بلې خوا سعید المهیري د دوبۍ د قران د نړیوالې جایزې د ویب پاڼې د کار د پیلیدا خبر ورکړ.
په دغه ویب پاڼه کښې د استعمال د تجربې لوړتیا او په اینټرنیټ باندې کار کونکو ته د ترټولو ښو خدماتو وړاندې په لوړ کیفیت سره په نظر کښې نیول شوي او په اغیز شیندونکي لاسرسي سره د سیالۍ بیلابیلو څانګو ته اړونده یوه نوي برخه په دغه اینټرنیټ پاڼه کښې ورزیاته کړې شوي ده.
احمد الزاهد هم په خپل وار سره وویل دغه ویب پاڼه دغه راز د قران کریم د سیالیو او د جایزې په هکله د نویو خبرونو د خپرولو په شان له نوښت څخه ډک خدمات وړاندې کوي او د سیالیو ترسره کونکي ټیم ته دغه اجازه ورکوي چې د دغه جایزې په هکله پراخ اطلاعات خپاره کړي.
دغه امکان نوموړی ویب سایټ د محققانو او د ګډون کونکو لپاره په یوې ارزښمنې سرچینې بدلوي.
هغه زیاته کړه دغه ویب سایټ موډرنو ټیکنالوژیو او په اسانۍ سره استعمالیدا ته په پام سره په ایمن ډول ډیزاین شوی دی او د هغه په ډیزاین او طراحي کښې د ایمني او د لاسرسۍ د ترټولو لوړ سرعت د لاس ته راوړلو لپاره له تر ټولو نویو ټیکنالوژیو استفاده شوي ده؛داسې چاره چې ټیکنالوژۍ او د خدماتو لوړتیا ته د دوبۍ د قران کریم د نړیوالې جایزې د ژمنې ښودنه کوي.
الزاهد دغه راز په ټوله دنیا کښې د قران کریم د زده کړې او دغه راز قران مجید ته د خدمت کولو او د قراني کلتور د خپرولو لپاره په خپل نوي ویب سایټ کښې د ښې محتوا د وړاندې کولو لپاره د دغه جایزې د ژمنې خبر ورکړ.
هغه د دوبۍ د قران کریم د نړیوالې جایزې د بیلابیلو فعالیتونو د ملاتړ او د هغه لپاره د مناسبو امکاناتو د وړاندې کولو لپاره د متحده عربي اماراتو د دوبۍ د چارواکو او د مسوولانو قدرونه او مننه وکړه.
الزاهد دغه راز د دغه ویب سایټ د فعالیت د پیلولو لپاره د ترسره شویو هڅو په دلیل د دوبۍ د قران د نړیوالې جایزې په فاونډیشن کښې د انفارمیشن ټیکنالوژۍ د برخې د مسوولانو په مننې سره له ټولو خلکو وغوښتل چې د نوي سایټ کتنه وکړي او له پرمختللیو خدماتو څخه چې د دوبۍ د قران کریم نړیواله جایزه یې وړاندې کوي استفاده وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4236311