IQNA

د اسلامي وحدت اته دیرشم نړیوال کانفرنس د ولسمشر په وینا سره پرانیستل کیږي

9:21 - September 15, 2024
د خبر لمبر: 3489848
د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر حجت الاسلام و المسلمین حمید رضا شهریاري د اسلامي وحدت د اته دیرشم نړیوال کانفرنس

 د اسلامي وحدت اته دیرشم نړیوال کانفرنس د ولسمشر په وینا سره پرانیستل کیږيد پروګرامونو په خبرې غونډه کښې په دې خبرې سره چې نن سبا فلسطین د اسلامي وحدت تر ټولو مهم عامل دی وویل پر دې اساس اته دیرشم نړیوال کانفرنس هم د« فلسطین په مسلې باندې ټینګار سره ګډو ارزښتونو ته د رسیدا لپاره  اسلامي ملګرتیاوې » نومول شوی دی.
هغه وویل دغه  کانفرنس د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په وینا سره کار پیلوي.
ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر حجت الاسلام و المسلمین حمید رضا شهریاري» پرون سهار د رسنیو له خاوندانو سره په خبري غونډه  کښې  چې د اسلامي مذهبونو په پوهنتون کښې ترسره شوه د اسلامي وحدت د اته دیرشم نړیوال کانفرنس پروګرامونه بیان کړل او ویې ویل : د ربیع الاول د میاشتې له دولسمې څخه تر اولسمې نیټې پورې ورځې د وحدت اوونۍ نومول شوي ده او د ربیع الاول د میاشتې اولسمه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم نیمکرغه زوکړه ده.
د روان کال اسلامي وحدت کانفرنس د فلسطین په موضوع ټینګار لري.
هغه زیاته کړه کله چې د اسلامي نړۍ په حوزه کښې د ګډو ارزښتونو خبره کیږي په توحید باندې اعتقاد تر ټولو مهم ارزښت ګڼل کیږي نو ځکه خو په  ټولو مسلمانانو کښې په قران کریم او توحید باندې اعتقاد تر ټولو مهم ارزښت دی او قران کریم د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم تر ټولو ستر میراث او معجزه ګڼل کیږي.
د دغو دوو په څنګ کښې اسلامي اخوت یعني اسلامي ورورګلوۍ یو بل ارزښت ګڼل کیږي او په همدې دلیل ډیر خوشحاله یوو چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلامي هیوادونو د اتحادیې د جوړولو په موضوع ټینګار کړی دی او دا د اسلامي وحدت په موضوع کښې د نوي فصل پیلیدل ګڼل کیږي.
د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر شهریاري په دې خبرې سره چې له فتنې اچولو او شخړې او جنګ څخه ډډه کول نور ارزښتونه دي چې د اسلامي هیوادونو په وحدت کانفرنس کښې به ورباندې ټینګار وشي زیاته یې کړه ټول اسلامي ځایونه زمونږ لپاره سپیڅلي دي او قدس شریف په دغو سپیڅلیو ځایونو کښې شامل دی.
قدس شریف زمونږ د مسلمانانو ګډ زړه دی او هیله من یم په هغو پيښو سره چې په ډګر او میدان کښې رامینځته کیږي د قدس شریف د ازادیدا کتونکي ووسي. مونږ غواړو د اسلامي وحدت کانفرنس یوازې د صحنې تر حده نه وي بلکې د عمل په ډګر کښې هم د وحدت کتونکي ووسو.د وینا کول او د بیانیو خپرول ښه اقدام دی خو باید په عملي ډګر کښې هم د عیني بیلګو کتونکي ووسو چې مسلمانان له یوبل سره یوځاې کړي.
شهریاري په دوام کښې وویل د مسلمانانو د وحدت تر ټولو مهم عامل د فلسطین مسله ده نو ځکه خو اته دیرشم کانفرنس د فلسطین په مسلې باندې ټینګار سره ارزښتونو ته د رسیدا لپاره د اسلامي ملګرتیاو په توګه نومول شوی دی.
هغه پیښې او جنایتونه چې په غزې کښې روان دي باید د مسلمانانو او د نړیوالې ټولنې له توجه سره مخامخ شي او هیله من یوو چې اسلامي هیوادونه  یوبل ته لاسونه ورکړي چې د صهیونیسټ رژیم د جنګي جنایتونو ماشین بند کړو او د دغو جنګي جنایتونو د سرغنو د محاکمې زمینې برابرې کړو.
له بده مرغه د دغه چارې د تحقق لپاره د اسلامي هیوادونو لخوا کوم اغیز شیندونکی کړچار نه وینو.
هغه په دې خبرې سره چې مونږ ډیر خوشحاله یوو چې په دنیا کښې د وحدت مخکښ یوو  وویل د اته دیرشم اسلامي وحدت کانفرنس ترسره کول د دغه موضوع مصداق دی.
اته دیرشم نړیوال کانفرنس له پرون څخه په تهران کښې کار پیل کړ او دوه سوه څلوردیرش عالمان او کلتوري او دیني شخصیتونه به د پینځلس کسانو د شپاړسو ویبنارو په چوکاټ کښې ویناوې وکړي یوسل څلور څلویښت متفکران د بیلابیلو اسلامي هیوادونو او نوي(۹۰) کسانو یې هم له ایران څخه په دغو ویبنارونو کښې ګډون کړی.
دغه ویبنارونه به د راتلونکي اوونۍ  تر  یکشنبې ورځې پورې دوام ولري.
د اسلامي مذهبونو د نړیوالې ټولنې مشر شهریاري وویل:د اسلامي وحدت د نړیوال کانفرنس د پرانستلو مراسم د وږي د میاشتې په نهویشتمه نیټه د ایران د ولسمشر په ګډون سره د مشرانو د غونډې په هال کښې پیلیږي او د دغو مراسمو اصلي ویناوال به هم ولسمشر مسعود پزشکیان  وي.
دغه راز په لومړۍ ورځ به درې حضوري غونډې ولرو.
شهریاري ټینګار وکړ په دغه نړیوال کانفرنس کښې د نورو هیوادونو وزیران او یا د هغوې مرستیالان ګډون لري او په دغه غونډې کښې د دیرشو اسلامي هیوادونو په تیره بیا د عربستان ، د اردن او د  متحده عربي اماراتو میلمانه لرو او دا داسې هیوادونه دي چې ډیر کم یې د اسلامي وحدت په کانفرنس کښې ګډون درلودلی او دا داسې بریالیتوب دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت د همت په خاطر رامینځته شوی دی.
له امریکا ، روسیې او انډونیزیا به هم خارجي میلمانه په تهران کښې په اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس کښې ګډون وکړي.
هغه په دې خبرې  سره چې د اسلامي هیوادونو دیرش میرمنې به په دغه کانفرنس کښې ګډون وکړي وویل دغه راز په ډیر همت سره مو د دغه کانفرنس علمي برخه پیاوړي کړه او د ایي ایس سي(ISC) ضروري اجازه لیکونه مو ترلاسه کړي دي.
په دغه کانفرنس کښې به د دولسو  کتابونو مخ کتنې وشي او په نهایت کښې هم د حضرت رسول اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم او د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د زوکړې په ورځې به د اسلامي انقلاب له ستر لارښود سره کتنه وکړو.
د ټیکنالوژۍ او علمي مرکزونو څخه  د میلمنو کتنه او له ځینو وزیرانو سره کتنه ، د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په سپیڅلي حرم کښې شتون او د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه له لمسي سره د میلمنو کتنه او برج میلاد ته ورتلل به د اته دیرشم نړیوال اسلامي وحدت کانفرنس نور پروګرامونه وي.
https://iqna.ir/fa/news/4236457

captcha