ایکنا خبري اژانس د «یني شفق العربیه »ورځپاڼې په قول راپور راکړی په غزې تړانګه کښې د جنګ او د ورانۍ له دوام سره سره د دغه سیمې خلک هماغه راز د دریو غوره حافظانو د پلان بشپړولو ته پاې بنده دي.
په دې لړ کښې د غزې تړانګې په شمال کښې د قران کریم څه د پاسه یوسل پنځوس ښځینه او نرینه حافظانو د قران کریم په یوه محفل کښې په ګډون کولو سره ټول قران مجید په یوې غونډې کښې تلاوت کړ.
په دغه پلان کښې د قران کریم یوشمیر حافظان د ښځینه او د نرینه د دوو حلقو په چوکاټ کښې په یوې غونډې کښې چې له سهار څخه د لمر سترګې تر پریتو پورې دوام لري قران ختموي.
د غوره حافظانو د پلان لومړی پړاو دوه کاله مخکې د غزې د قران او د سنت خونې په زیار او د قران کریم د پینځه سوه اتیا ښځینه او نرینه حافظانو په ګډون سره ترسره شو او د دغه پړاو د ترسره کیدا خبر په پراخ ډول په عربي او اسلامي هیوادونو کښې انعکاس پیدا کړ.
د دغه پلان د دوهم پړاو په پیلیدا سره د قران کریم کابو درې سوه دوه سوه ښځینه او نرینه حافظانو د اعلان شوي اینټرنیټ لینک له لارې د تیر کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کښې خپل نومونه ثبت کړل او د نومونو ثبتیدل د تیر کال د زمري میاشتې په لومړیو کښې پاې ته ورسیدل.
د لومړنیو ازموینو له ترسره کیدا وروسته له دغو حافظانو څخه څوارلس سوه یواویا کسان د ختم قران په حلقې کښې د ګډون لپاره په یوې غونډې کښې غوره شول.
دغه پلان دوه کاله مخکې د لومړي ځل لپاره په دنیا کښې په غزې تړانګه کښې اجرا شو.
په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو له پیلیدا مخکې په غزې تراړه کښې د قران کریم پینځه پنځوس زره نرینه او ښځینه حافظانو ژوند کاوه.
په دوې کښې ګڼ شمیر د قران کریم حافظان د اسرائیلو په حملو کښې شهیدان شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4236364