IQNA

یمن کښې د اسرائیلو په نیول شوي کشتۍ کښې د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص د جشن ترسره کیدل:

11:23 - September 16, 2024
د خبر لمبر: 3489853
د یمن انصار الله غورځنګ په ګلیکسي لیډر نومې نیول شوي کشتۍ کښې چې د یوه صهیونیسټي تاجر ده

د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې د جشن د مراسمو د ترسره کیدا ویډیوګانې او عکسونه خپاره کړل.

ایکنا خبري اژانس د المسیره ټیلي ویژن په قول وویل د یمن المسیره ټیلي سپوږمکیز ټیلي ويژن په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې په خپل اکاونټ کښې صهیونیسټ  رژیم ته اړوند په ګلیکسي لیډر کشتۍ کښې چې مخکې د انصار الله غورځنګ د ځواکونو لخوا نیول شوي وه د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې د جشن د ترسره کولو عکسونه خپاره کړل.

دغه عسکونه چې حدیده سور سمندر د ګلیکسي لیدر کشتۍ کښې د پیغمبر  نیکمرغه زوکړې له عبارت سره یوځاې په اینټرنیټ پاڼې کښې خپاره شوي وو ښودنه کوي دغه نیول شوي کشتۍ په شنو څراغونو سره ښکلي شوي ده.

دغه راز د یمن المسیره ټیلي ويژن په خپلې اینټرنیټ پاڼې  کښې د یمن په پلازمینې صنعا کښې د ښکلیو څراغونو د تصویرونو او د  پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسم د زوکړې د جشن په مناسبت په اب(Ibb) ښار کښې د ګاډیو د کاروان چې د پیغمبر اکرم د زوکړې د جشن  په مناسبت ترسره شو خپور کړ.

د دغه جشن ترسره کونکي کمیټۍ په همدې مناسبت د میلیونونو خلکو د راغونډیدا لپاره پرون ورځ د پلازمینې صنعا ښار په السبعین میدان او د هیواد د نورو ولایتونو په میدانونو کښې د خلکو د راغونډیدا خبر ورکړ.

له دې مخکې د یمن خلکو د غدیر اختر جشن هم په دغه کشتۍ کښې لمانځلی و.

د روسیا الیوم ټيلي ويژن د راپور پراساس د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته او له فلسطین څخه د یمن د انصار الله د ملاتړ په بهیر کښې د ګلیکسي لیډر په نوم کشتۍ د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې په شلمه نیټه په داسې حال کښې چې له پینځویشت کسیزه عملې سره یوځاې د ترکیې او د هندوستان ترمینځ په سمندري سفر روانه وه د یمن د حدیده ولایت د شمال لویدیځ په درې سوه پنځوس کلومیټرۍکښې د یمن د انصار الله ځواکونو لخوا  ونیول شوه.

د یمن انصار الله غورځنګ د دغه کشتۍ د پاسه له یوه هیلي کوپټرو څخه د خپلو ځواکونو په  کوزولو او د سره سمندر په جنوب کښې د دغه کشتۍ د نیولو عکسونه خپاره کړل.

صهیونیسټ رژيم ادعا وکړه چې دغه کشتۍ د دوې نه ده خو سندونه ښيي د دغه کشتۍ مالک یو صهیونیسټ تاجر دی.

د یمن انصار الله غورځنګ ټینګار لري چې خپلې حملې  د فلسطین د مظلومو خلکو او د هغه د مقاومت ځواکونو د ملاتړ په لړ کښې ترسره کوي  او په هر هغه کشتۍ به چې په نیواکي فلسطین کښې پراتو بندرونو ته د ورتلو د بندیز خلاف ورزۍ وکړي د دغه غورځنګ لخوا برید وشي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4236481

captcha