IQNA

د مسلمانانو د ایستلو لپاره د هندواتو ځواکونو هڅه

6:38 - September 17, 2024
د خبر لمبر: 3489858
سرزوري هندوان کوشش کوي چې د هندوستان مسلمانان چې د دوې په خوا کښې وسیږي له خپلو کورونو او کلیو ووباسي.

ایکنا خبري اژانس د پاکستان غږ په قول راپور ورکړی له دې یوکال وروسته چې د هندواتو  ملاتړو خپل مسلمان ګاونډیان په هندوستان کښې له خپلو کورونو وتلو ته مجبوره کړل د دغو هندو سرزورو کسانو د اقداماتو قرباني کسان په ناهیلۍ کښې ژوند کوي.
دا په داسې حال کښې دي چې د هندواتو سرزوری بهیر د هندوانو له تش په نامه  سپیڅلي ټاټوبي څخه د اسلام د ایستلو کوشش کوي. 
محمد سلیم د هندوستان په اوتاراکنډ شمالي صوبې کښې د بورولا سیمې یو مسلمان دی چې په تیر میلادي کال کښې له خپل کور څخه تښتیدا ته مجبوره شوی دی.
هغه چې ښځه او درې کوچنۍ لوڼې لري د هغه څه په هکله چې دې ورسره مخامخ شوی و وايي :که چیرې هغه ورځ مو نشو کولای تښتیدلای وائ نو زه او زما کورنۍ یې راوژله.
اته دیرش کلن« راکش تومار» یو کروند ګر دی چې له خپلو کورونو د دغو مسلمانانو د ایستل کیدا په خاطر جشن لمانځي؛ او ادعا کوي چې اوتاراکنډ صوبه د هندوانو سپیڅلی ټاټوبی دی او زیاتوي مونږ تر هیڅ شرایطو لاندې اجازه نه ورکوو چې دغه سیمه یو اسلامي ټاټوبی شي حتی که چیرې مجبوره شو نو د دغه ټاټوبي لپاره خپل ژوند هم قربانوو.
په دوه زره یولسم میلادي کال کښې د وروستیو ترسره شویو شمیرنو پراساس د هندوستان د اوترا کنډ صوبې یوازې دیارلس فیصده نفوس مسلمانان دي.
د هغه نفرت زیاته برخه چې تیر کال د هندوستان د مسلمانانو پرضد راپورته شو د «جهاد عشق» په نوم د دسیسې د تئورۍ له کبله و کومه چې په پراخ ډول په اینټرنیټ پاڼو  خپره شوه او په دغه سیمه کښې د مسلمانانو او د هندوانو ترمینځ د پیړیو پیړیو نسبي انسجام او کوټلتیا یې تر اغیز لاندې وروستله.
تیر کال مخکې له دې چې په بورولا سیمه کښې د هندوانو لخوا د مسلمانانو پرضد حملې وشي د مسلمانانو په کورونو او دکانونو باندې د پوسټرونو په نصب کیدا سره یو کمپاین پیل شوی و چې له مسلمانانو څخه پکښې غوښتل شوي وو له دغه ځایه ووځي.
https://iqna.ir/fa/news/4236786

بچوې: اسلام ، هندوان ، قران
captcha