IQNA

د سیمي امنیت تامینول له صهیونیسټ رژیم سره په مقابلې کښې عملي وحدت ته ضرورت لري

8:50 - September 21, 2024
د خبر لمبر: 3489875
د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر حجت الاسلام شهریاري د اسلامي وحدت د اته دیرشم

 نړیوال کانفرنس د پرانیستلو په وخت په دې خبرې سره چې نړیوال امنیت د دنیا د مستکبرانو د زیات غوښتنې او د ګټه غوښتنې له مخه نیولو سره تړلی دی وویل : د سیمې امنیت له غاصب رژیم سره په مقابلې  کښې د اسلامي هیوادونو له عملي وحدت او د فلسطین د خلکو لپاره د امنیت له تامینولو سره تړلی دی.
ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي وحدت اته دیرشم نړیوال نړیوال کانفرنس د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان په شتون او د ایران د قران کریم د نړیوال قاري یونس شاهمرادي لخوا د الله د کلام (قران) د یوشمیر ایتونو  په تلاوت او  د ایران د اسلامي جمهوریت د  ملي سرود(ترانې) په خپریدا سره خپل کار پیل کړ.
لومړۍ د اسلامي مذهبونود  نږدې کولو د  ټولنې مشر حجت الاسلام و المسلمین حمیدشهریاري  په خپلې وینا کښې  د دغه کانفرنسس خارجي او داخلي میلمنو ته د هرکلي په ترڅ کښې د  پیغمبر اکرم  حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې  او د وحدت د اونۍ په مناسبت مبارکۍ وویله.
د شهریاري د وینا متن په دې ډول دی :
اعوذ بالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
والحمدلله رب العالمین
و صلی الله علی سیدنا محمد وآله  الطاهرین و صحبه المنتجبین و من تبعه باحسانه الی یوم الدین
ټولو ګرانو میلمنو او د اسلامي وحدت د اته دیرشم نړیوال کانفرنس محترمو ګډون کونکو ته د  پیغمبر اعظم صلی الله علیه واله وسلم  او د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه زوکړو د اخترونو په مناسبت   مبارکۍ وایم .
دغه راز د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ښاغلي مسعود پزشکیان  مننه کوم چې زمونږ بلنه یې ومنله.
ټولو موجودو علماو او شخصیتونو ته په تیره بیا هغو میلمنو ته چې له ایران  څخه بهر او له تهران څخه بهر یې  زمونږ بلنه ومنله ښه راغلاست وایو او مونږ یې خوشحاله کړو.
د اسلامي وحدت اته دیرشم نړیوال کانفرنس د « فلسطین په  مسلې باندې ټینګار سره ګډو ارزښتونو ته د رسیدا لپاره د اسلامي ملګرتیا » په موضوع سره د اسلامي هیوادونو د اتحادیې د  جوړولو لپاره د امت د  خبرو اترو او د نږدې کولو د ‌ډیپلوماسۍ د تعقیبولو په هدف سره پیلیږي.
د  ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ډیره مننه کوو  چې عراق ته په خپل سفر کښې یې دغه بنیادي مفهوم ته اشاره وکړه او هغه یې د یوې اساسي غوښتنې  په  توګه یاد کړ.
دغه ژور تفکرچې د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د هغه بنسټ کیښودونکی و جدي او ځانګړي پام ته اړتیا لري.
د وحدت د  کانفرنس بنیادي هدف:
په تیرو څلورو پړاونو کښې د وحدت په کانفرنسونو کښې زمونږ بنیادي او اصلي هدف دا و او دی چې اسلامي ټولنې د  دغه ایډیالي قراني مفهوم په لور حرکت وکړي او نندرې ته وړاندې کړي چې د اسلامي هیوادونو سرحدونه پیکه شي او  اسلامي واحدې پیسې یعني کرنسۍ دود شي اویو  پارلمان چې وکولی شي ګډ او ټولنیز مقررات او قوانین تصویب کړي په دغه اتحادیې کښې فعال شي.
په دغه حساس تاریخي پړاو کښې چې نړۍ له دوو کور ورانونکو او خطر رامینځته کونکو جنګونو سره ښکیله ده په لاندنیو خبرو ټینګار  کوم :       
۱ قران کریم د بشریت لپاره یوازنی حفاظت شوی د وحي راهنما او لارښوونکی دی.
له مسلمانانو او هم تړونه کسانو سره سوله او دوستۍ او د مستکبرانو د ظلم او د طاغوت په مقابل کښې مقاومت د اسلام په ژوند بښونکو تعلیماتو کښې شامل دي.
په انساني ټولنه کښې درې ګډ ارزښتونه یعني د انسان کرامت، عدالت او امنیت په سیمه کښې د پایداره پراختیا لپاره په ګډو اسلامي هدفونو کښې شامل دي.
۲ په  دغو حقوقو هرډول تیری د ظلم ښکاره مصداق دی او عدالت، عقلي او الهي حکم دی د دې لپاره چې بشر وکولای شي یو پایداره حکومت جوړ کړي چې پکښې د  ټولو انسانانو حقوق په برابر ډول او له قومي، مذهبي او دیني اړواندوالیو پرته محترم وګڼل شي او د ټولنیزو منصفانه تعاملاتو لپاره زمینه لاس ته راشي.
د نړۍ زیات غواړي او مستکبران تل د زر  او زور او د ریا او تزویر په اوزارونو سره هڅه کوي چې د نورو خلکو حقوق په خپله ګټه مصادره  کړي یعني خدیټه  ورباندې واچوي  او دوې  د ډیرو ګټو د ترلاسه کولو لپاره هر ډول ظلمونه کوي،   په دې ډول چې همدا اوس یې په غزې تړانګه او نیواکي ټاټوبو  کښې لاسونه  د بې ګناه خلکو، ماشومانو، ښځو او د بوډاګانو په وینو ککړ دي  او  د ملکوتیان د تاریخ د ترخې وینا «اتجعل فیها من یفسد فیها و یسفک الدما» یادونه یې کړي. 
الهي توبیه کښې هغه کسان شامل شول لکه بني اسرايلو له دغه تړون سره چې کړی یې و چې د بې ګناه خلکو وینې تویې نکړي او څوک له خپلو کورونو ونه باسي خو د خپل تړون خلاف ورزۍ یې وکړه او «وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ لَا تَسْفِكُونَ دِمَاءَكُمْ وَلَا تُخْرِجُونَ أَنْفُسَكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنْتُمْ تَشْهَدُونَ/ ثُمَّ أَنْتُمْ هَٰؤُلَاءِ تَقْتُلُونَ أَنْفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًا مِنْكُمْ مِنْ دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِمْ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِنْ يَأْتُوكُمْ أُسَارَىٰ تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ»
د مستکبرانو د زیات غوښتنې په  مخه نیولوسره نړیوال امنیت :
نړیوال امنیت د دنیا د مستکبرانو د ګټه غوښتنې او د زیات غوښتنې له مخنیوي سره تړلی دی.
 زمونږ ګاونډیان او د سیمې اسلامي هیوادونه باید پوه شي د پایداره  پراختیا هدفونه نړیوال  او سیمه ییز امنیت ته اړتیا لري  او دغه چاره دغه ګډ ارزښت  ته د  رسیدا  لپاره  له اسلامي ملګرتیاو پرته  امکان نلري.
مونږکولای شو په سیمه ییزو  ملګرتیاو سره د هغو جنګي جنایتونو چې په غزې  کښې شوي  او په لویدیځې غاړې ، نیواکي فلسطین او لبنان کښې د رامینځته کیدا په حال کښې دي  مخنیوی وکړو او د عمل په میدان کښې دغه جنایتونه بند کړو.
 د سیمې د امنیت تامین له غاصب رژیم سره په مقابلې او د فلسطین د خلکو لپاره د  امنیت له تامینولو سره تړلی دی.
د نوي اسلامي تمدن رامینځته کول  د لویدیځې اسیا  سیمې د هیوادونو د واکمنانانو له عقلانیت څخه په استفادې سره د سیمې د امنیت له تامینولو سره تړلی دی.
  د عادلانه سولې په لور د اسلامي دنیا حرکت 
۴  د هیلې ځای دی چې اسلامي نړۍ د عادلانه سولې په لور روانه ده او کوشش کوي له سیمې څخه د جنګ د رامینځته کولو خبرې حذف  کړي.
مونږ په یمن او سوریې کښې د بې نتیجې جنګونو د بندیدا  هرکلی وکړاو په سوریې کښې د عربو هیوادونو د  سفارتونو په پرانیستل کیدا خوشحالیږو اوخبرې اترې په سیمه کښې پایدارې سولې ته د رسیدا یوازنۍ لاره ګڼو  او په دې خبره چې د سعودي عربستان او د ترکیې په شان مخکښو اسلامي هیوادونو په مکه او استانبول کښې د اسلامي مذهبونو ترمینځ د پلونو رامینځته کول په خپلې اجنډا کښې شامل کړل او ګډ ارزښتونه له تکفیر او سرزورۍ څخه لیرې تعقیبوي هرکلی کوو او دغو دوو حکومتونو ته له ایران اسلامي جمهوریت سره له مخکې څخه زیات د اقتصادي او د کلتوري اړیکو د پراخولو بلنه ورکوو او د دې خبرې چې و رهاخوا ملي ګرايي د مذهبي او او د قومي سرزورۍ په چورلیزتوب سره څنګ ته کوي مننه کوو.
   دغه حرکت  د سیمې د نورو  هیوادونو لپاره  بیلګه کیدلای  شي  او دغه تنبه رامینځته کړي چې هیځکله پردي هیوادونه نشي کولای په سیمه کښې د پایداره سولې تامینونکی ووسي.
د ټولو ښاریزو د حقوقو رعایتولو ته د افغانستان د اسلامي امارت توجه:
۵ د افغانستان د اسلامي امارت جوړیدا طالبانو ته د بیلابیلو مذهبونو او د ټولو  قومونو د عادلانه او د صادقانه خدمت لپاره یو فرصت ورکړی دی.
هیله من یوو د افغانستان اسلامي امارت د ټولو ښاریزو د  حقوقو په رعایتولو او د هغوې لپاره د برابرو فرصتونو په رامینځته کولوسره په  ځان باندې د قوم پالنې او د توپیر لګیدلی تور ختم کړي.
قومي او ژبني تعصبات به د تیرو تاوانونو ، د جنګ او د ملي شخړو له بیرته رامینځته کیدا پرته بله پایله  ونلري.
د  هغه په څنګ کښې د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو نړیواله ټولنه همه جانبه ګرایۍ ته د افغانستان د اسلامي امارت د رسیدا لپاره د رغنده رول د لوبولو لپاره خپل چمتووالی اعلانوي.
۶ په ټوله اسلامي دنیا په تیره بیا پاکستان  کښې د اسلامي مدرسو او د تعلیم او د زده کړې  موسسوته بلنه ورکوو چې  د  
 تکفیر ګرایې او د سرزورۍ  تعلیمات له ځانونو لیرې کړي   او دا چې اسلامي هیوادونه له مخکې څخه زیات یو بل ته نږدې شوي دي داسې طلبا  تربیت کړي چې د  خپل غشي تیره څوکه او خپل قلم د وخت  طاغوتیانو او د نړۍ مستکبرانو ته متوجه کړي او  د  اسلامي  نړۍ په داخل کښې د تفرقې او د شخړې له رامینځته کولو چې د اسلام د دښمانانو لخوا یوه لومه ده ډډه وکړي او په مسلمانانو کښې  مینه او رحمت دود کړي .
د ستر اجر او مغفرت ته الهي ژمنه د ټولو اسلامي مذهبونو ، ملتونو او قومونو په شمول له مسلمانانو سره له دوستۍ سره تړلي ده.
وحدت کانفرنس کښې  د دیرشو هیوادونواته اویا دیني او رسمي شخصیتونه او په خورا توګه د وزیرانو یا د مفتیانو او یا د مرستیالانو  په سویه له ټولې امریکا، افریقا ، اروپا او اسلامي هیوادونو څخه په  ګډون کوي او له سعودی عربستان، متحده عربي اماراتو او اردن څخه د لومړي ځل لپاره په دغه کانفرنس کښې  یوشمیر میلمانه ګډون لري.
https://iqna.ir/fa/news/4237484  

captcha