د اسلامي وحدت اته دیرشم نړیوال کانفرنس په خپلې پاې بیانیې کښې ټینګار وکړ :د مقاومت د مشرانو پراخ ټرورونه او د فلسطین د خلکو بې رحمانه وژلې له یوې خوا او د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د لویدیځو هیوادونو پریکنده ملاتړونه له بلې خوا د ګډو هدفونو او د ارزښتونو د تحقق لپاره د اسلامي امت او د هیوادونو ملګرتیا له بل هر وخت څخه ضروري کوي.
ایکنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي وحدت اته دیرشم نړیوال کانفرنس د تیرې شنبې ورځ په مازیګر د یوې پاییزې بیانیې په خپرولو سره خپل کار پاې ته ورسوه.
د دغه بیانیې متن په لاندې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحيم
إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ» (أنبیاء/۹۲)
د متعال خدای په فضل او عنایت سره د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې د اسلامي وحدت اته دیرشم نړیوال کانفرنس د روان هجري لمریز کال د وږي د میاشتې له نهویشتمې نیټې څخه تر یودیرشمې نیټې پورې یعني د ربیع الاول د میاشتې له پینځلسمې نیټې څخه تر اوولسمې نیټې پورزې په تهران کښې د فلسطین په مسلې باندې ټینګار سره ګډو ارزښتونو ته د رسیدا لپاره د اسلامي ملګرتیاو په نوم او د اسلامي ایران د محترم ولسمشر جناب ښاغلي ډاکټر مسعود پزشکیان او د اسلامي دنیا د یو شمیر مهشورو عالمانو او متفکرانو په ګډون او ویناو سره ترسره شو.
د اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس په داسې حال کښې ترسره شو چې اسلامي دنیا د صهیونیسټ غاصب رژیم د وحشیانه جنایتونو په خاطر له غم څخه ډکه ده.
د مقاومت د مشرانو پراخ ټرورونه او د فلسطین د خلکو بې رحمانه وژلې له یوې خوا او د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د لویدیځو هیوادونو پریکنده ملاتړونه له بلې خوا د ګډو هدفونو او د ارزښتونو د تحقق لپاره د اسلامي امت او د هیوادونو ملګرتیا له بل هر وخت څخه ضروري کوي.
غاصب صهیونیسټ رژیم د نړیوال استکبار په ملاتړونو سره د امریکا او د لویدیځو هیوادونو په مشرۍ دوه(۲) اساسي پروګرامونه تعقیبوي:
لومړی : د ماشومانو، د ښځو او د بوډاګانو په شمول د فلسطین د بې ګناه خلکو په وژلو سره د ټول فلسطیني ټاټوبي نیول او دغه راز کلابندۍ او د انسان دوستانه مرستو مخه نیول او د اوبو او د بریښنا او د نورو بنیادي شیانو غوڅول او د کابو شل لکه ملکي وګړو کډوالول .
دوهم : له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو په عادي کولو سره د خپلي جعلي هویت لپاره د روا والي رامینځته کول.
هیله ده چې اسلامي هیوادونه په ملګرتیا سره وکولای شي د اسلام د دښمانانو د سپیرو هدفونو د تحقق خنډ شي.
د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې د لمانځلو په ترڅ کښې د اسلامي وحدت په اته دیرشم نړیوال کانفرنس کښې د اسلامي دنیا دوه سوه پنځوسو مشهورو شخصیتونو په حضوري ډول او دوه سوه څلوردیرشو نورو د ویبنارونو په بڼه ویناګانې وکړې او ګډو ارزښتونو ته د رسیدا لپاره د اسلامي ملګرتیاو او د فلسطین د مسلې په ارتباط په څه د پاسه درې سوه علمي مقالو باندې هم بحث او غور وشو.
په پاې کښې د اسلامي وحدت په اته دیرشم نړیوال کانفرنس کښې ګډون کونکو د کانفرنس له میلمنو د تود هرکلي کولو او د ژورو او د سوچه لارښوونو او وینا په خاطر له حضرت امام خامنه اي دام ظله العالی څخه د خپل صمیمانه تشکر او د قدرونې مراتب اعلان کړل او د مقاومت د جبهې د پیاوړي کولو او د مسلمانانو ترمینځ د کلمې د وحدت د تحقق لپاره د ارواښاد خارجه وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان او د ارواښاد ولسمشر حضرت ایت الله سید ابراهیم رئیسي د هڅو قدرونه یې وکړه.
و السلام علیکم و رحمته الله و برکاته
د اسلامي مذهبونو د نږې کولو د نړیوالې ټولنې شورا
د اسلامي وحدت اته دیرشم کانفرنس
د څوارلس سوه دریم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې یودیرشمه نیټه