IQNA

له ښوونځیو پرته په غزې تړانګه کښې د تحصیلي کال پیلیدل او پینځویشت زره شهید شوي زده کونکي

12:39 - September 23, 2024
د خبر لمبر: 3489890
د فلسطین په اکثره ګاونډیو هیوادونو کښې د نوي تحصیلي کال په پیلیدا سره د غزې تړانګې زده کونکي د پرله پسې دوهم کال لپاره له ښوونځیو

 ، معلمانو او نورو بیخ بنایانو پرته خپل تحصیلي کال پیلوي.
ایکنا خبري اژانس د« العرب اته څلویښت» په قول راپور راکړی په غزې تړانګه کښې د زده کونکو لپاره نوی تحصیلی کال په داسې حال کښې رارسیږي چې اکثره ښوونځي د صهیونیسټ رژیم په بمباریو کښې تباه شوي دي، ځکه چې ضروري بیخ بنایانې له مینځه تللي دي او ډیرې معلمان او  زده کونکي د صهیونیسټ رژيم د پوځ د حملو په وخت شهیدان شوي دي.
سره له ډې وال سټریټ جورنال ورځپانې راپور راکړی
د فلسطین ځینې چارواکي او کورنۍ له دغه حالت سره د مخامخ کیدا په خاطر د انفرادي او د نورو  لارو چارو د لټولو هڅه کوي .
په غزې کښې نوی تحصیلي کال په داسې حال کښې پیلیږي چې دغه سیمه د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته څه د پاسه یولس میاشتې کیږي چې د صهیونیسټ رژیم لخوا له سختو حملو سره مخامخ ده .
د ملګروملتونو د راپور پراساس  د صهیونیست رژیم حملو د زده کړې د مرکزونو په شمول په فلسطین کښې د حیاتي بیخ بنایانو اکثره برخې  تباه کړي دي چیرې چې مخکې څه د پاسه لس لکو زده کونکوو زده کړې کولې.
د غزې تړانګې د لوړو زده کړو او ښوونې او د روزنې وزارت د روان میلادي کال د سپتمیر د مباشتې په پینځلسمه نیټه په یوې بیانیې کښې وویل چې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم  د پوځ په حملو کښې څه د پاسه پینځویشت زره ماشومان شهیدان شوي او ژوبل شوي چې لس زره پکښې د ښوونځیو  زده کونکي دي او نوي ښوونځي هم وران شوي دي.
تیر میلادي کال په غزې تړانګه کښې د جنګ له پیلیدا  وروسته د دغه سیمې د پوهنتونونو محصیلین او د ښوونځیو زده کونکي زده کړې ته له دوام ورکولو څخه محرومه شوي دي.
په دوې کښې ګڼ شمیر محصیلین او زده کونکي بې کوره او کډوال شوي او د صهیونیسټ رژیم له حملو او د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو کښې د هستوګنو سیمو او د محلو له ورانیدا وروسته دغه محصلین او  زده کونکي د زده  کړې له بهیر څخه بې برخې شوي دي.
د ملګروملتونو د راپور پراساس د غزې تړانګې په بیلابیلو برخو کښې په هستوګنه سیمو او محلو باندې د پرله پسې بمباریو په نتیجه کښې د غزې تړانګې کابو یواعشاریه نهه میلونه خلک کډول شوي دي.
په دغو کډوالو کښې زیات کسان د صهیونیسټ رژیم د حملو په وجه په ځلونو د خپلو موقته هستوګن ځایونو پریښودو ته مجبوره شوي دي.
په غزې تړانګه کښې د زده کړې د نظام تباه کیدل:
د غزې د لوړو زده کړو او ښوونې او روزنې وزارت په یوې بیانیې کښې چې مخکې ورته اشاره وشوه ډاګینه کړي ده د صهیونیسټ رژيم له حملو وروسته د درې سوه اوو حکومتي ښوونځیو ودانې په کامل ډول  ورانې شوي دي چې دا د غزې تړانګې څه د پاسه نوي فیصده ښوونځي ګڼل کیږي.
دغه وزارت جوته کړه د غزې جنګ په داسې حال کښې  د پیلیدا لومړۍ کلیزې ته ورننوځي چې د جنګ له پیل راهسې تراوسه درې شپیته زره انجلۍ او هلکان چې زده کونکي دي له زده کړې څخه پاتې شوي دي.
دغه راز نهه دیرش زره زده کونکي هم د ښوونځیو په امتحانونو کښې د برخه د اخیستلو جوګه نه دي.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د مرستې او د کار د اژانس سرپرست د ملګروملتونو د زده کړې او د روغتیا له پروګرام سره  سم د کډوالو د کیمپونو وسیدونکو ته د خدماتو د وړاندې کولو ته د انروا اژانس په ژمنې ټينګار وکړ او د موجودو بیخ بنایانو د مرمتولو او بیا رغولو لپاره یې له حکومتي او ولسي ارګانونو سره په ملګرتیا کولو ټینګار وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4236847

captcha