په نوي ډیلي کښې د ایران په خانه فرهنګ یعني کلتوري خونې کښې تر دریو ورځو پورې ترسره شو او د هرې څانګې د ګټونکو درنښت وشو.
ایکنا خبري اژانس د ایران د کلتور او د اسلامي ارتباطاتو د ادارې د عمومي اړیکو د دفتر په قول راپور ورکړی د ایران د کلتوري سلایار په زیار په نوي ډيلي کښې د عراق جمهوریت د سفارت او د هندوستان د اسلامي کلتوري مرکز په ملګرتیا سره د قران کریم د حفظ ، د قرائت او د تفسیر د نړیوالو سیالیو پینځه پړاو د هندوستان د څه د پاسه دوه سوه قاریان، حافظانو او د قران څيړاندو په ګډون سره تر دریو ورځو پورې په نوي ډیلي کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په خانه فرهنګ کښې ترسره شو.
د سیالیو د بلنې له خپریدا وروسته د نومونو د لیکلو او د فرمو د لیکلو او لومړۍ جیوریسټۍ لپاره د قاریانو د قرائت د بیلګو د ترلاسه کولو بهیر ترسره شو او له دې سره په یووخت د عراق د شیعه او د سني د وقف د دیوان او د ایران د کلتور او د اسلامي ارتباطاتو د ادارې د تبلیغ او د قران د نړیوال مرکز لخوا د ایران او د عراق د جیوریسټانو د استولو سریزې تعقیب شوې.
د تفسیر په برخه کښې سیالۍ د حفظ او د قرائت له سیالیو مخکې په انلاین ډول ترسره شوه او له لومړي څخه تر دریم کس پورې کسان د اخري ورځې او په جانبي ورکشاپونو کښې د ګډون لپاره وروبلل شول.
د سیالیو له پرانیستلو یوه ورځ مخکې د ایران د جیوریسټانو په شتون سره د هندوستان د څه د پاسه سلو طلباو لپاره په حضوري او انلاین ډول د حجت الاسلام درایتي لخوا له تفسیري مکاتبو سره د اشنایۍ او د قران کریم د تفسیر د رودو یوه ورځنۍ غونډه وشوه.
د قران د سیالیو د دغه پړاو د پرانیستلو مراسم په نوي ډیلي کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري سلایار فرید الدین عصر، په نوي ډیلي کښې د عراق د سفارت د کلتوري سلایار عمار عبدالحامد خضر، د عراق د سفارت د لومړي سیکرټر عدی حاتم ، د عراق د سفارت د دوهم سیکرتر علي صادق او د قران کریم د مفسر او د حافظ او د مشهد د علمیه حوزو د استاد حجت الاسلام و المسلمین حمید درایتي ، نړیوال قاري استاد علي اکبر کاظمي ، د نوي ډیلي د قران نړیوال جیوریسټ استاد سعید همیاني ، د لکنهو د تجوید ندوه العلما د شعبې مشر استاد محمد ریاض مظاهري او د دیوبند د تجوید دارالعلوم شعبې مشر محمد علا الدین قاسمي او د څه پاسه سلو ګډونوالو په شتون سره ترسره شول.
فرید الدین فرید عصر وویل: دغه سیالۍ د قران کریم له لوړو مفاهیمو سره د مخاطبینو او په سیالیو کښې د ګډون کونکو کسانو د لا ژور ارتباط او د ټولنې د پرګنو ترمینځ د قران کریم د کلتور د پراختیا په لړ کښې ترسره کیږي.