د ایران د کلتور او د اسلامي ارتباطاتو د تبلیغ او د قران کریم د نړیوال مرکز مشر حجت الاسلام و المسلمین سید مصطفی حسیني نیشابوري ، د ایکنا خبري اژانس لپاره په یوه یادښت کښې د اسلامي دنیا د قراني پارلمان د جوړلو په هکله په ماسکو کښې د مسلمانانو د نړیوالې ټولنې په شلمې غونډې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت وړاندیز بیان کړ چې جزیات یې په دې ډول دي:
د مسلمانانو د نړیوالې ټولنې شلمه غونډه په ماسکو ښار کښې او د روسیې فیډراسیون د مسلمانو د دیني ادارې په کوربه توب د غږمله ګډ ژوند پراساس د سولې او د خبرو اترو په نوم سره د اتوڅلویښتو اسلامي هیوادونو د مفتیانو، علماو او د متفکرانو په ګډون سره د روان هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په دیرشمه او یودیرشمه نیټه په ماسکو کښې وشوه.
په دغه نړیوالې غونډې کښې د ایران د کلتور او د اسلامي ارتباطاتو د ادارې مشر« حجت الاسلام و المسلمین ایماني پور» د ایران د اسلامي جمهوریت د استازي په توګه په یوې وینا کښې د خدای پاک د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې او د وحدت د اوونۍ په مناسبت د مبارکۍ ویلو په ترڅ کښې په یوې وینا کښې د اسلامي نړۍ د قراني پارلمان د جوړولو وړاندیز وکړ.
هغه هدفونه چې د دغه پارلمان لپاره یې انځورولای شو په دې ډول دي:
۱ نړیوالو ته د الله د رسالت (الهي پیغامونو) په توګه د قراني تعلیماتو او د قران کریم معرفي کول او ورپیژندل ؛
۲ په نړیوالې فضا کښې په مغرضانه کړچار سره د قران کریم د معرفي کولو مخنیوی
۳ په نړیوال ډګر کښې قراني فعالیتونو ته د انسجام او کوټلتیا وربخښل او د دارالقرانونو پراخول؛
۴واحد اسلامي امت ته د رسیدا لپاره د قران په مدار د نږدې کیدا په کړچار سره د اسلامي دنیا د بیلابیلو هیوادونو د قراني چارو د متولیانو ترمینځ د اسلامي ورورګلوۍ د څانګو پیاوړتیا به د قراني پارلمان د جوړولو ، له سیاستونو، پروګرامونو ، اقداماتو ، تولیداتو او منشورونو وغیره وغیره څخه د اسلامي دنیا د قران د څیړاندو اطلاعات ترسره کولو ضروریات په دې حوزه کښې شامل وي چې د قران محوره فعالیتونو په منعکسولو سربیره به په ګډه د کار کولو ، د هڅې د شریکولو د لګښتونو د کمولو او د فعالیتونو د لمن د پراختیا او د ژورتیا سبب شي.
له قراني نجات بښونکو پیغامونو استفاده او د اسلامي دنیا د امکاناتو بسیج کول د دنیا د مسلمانانو، د مظلومانو او مستضعفانو په تیره بیا د فلسطین د مظلومو او د قدرتمنو خلکو په شان اقدامات به د قراني پارلمان نورې نتیجې وي.
د اسلامي دنیا قراني پارلمان به هڅه وکړي چې د اسلامي مذهبونو د پیروانو په نږدې کولو او په نهایت کښې د قراني تعلیماتو ګډ او د متعالي محور ګیرچاپیر د واحد اسلامي امت د احیا په لړ کښې ګام پورته کړي.