IQNA

د لبنان د وروستیو پیښو د اسلامي انقلاب د ستر لارښود مهم پیغام:

15:42 - September 28, 2024
د خبر لمبر: 3489912
د سیمې برخلیک به د مقاومت ځواکونه چې په سر کښې یې سرلوړی حزب الله دی وټاکي.

د ایران د اسلامي اقنلاب ستر لارښود د لبنان د وروستیو پیښو په هکله مهم پیغام خپور کړ.

ایکنا خبري اژانس د  اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د اثارو د حفظ او د نشرولو د دفتر د اطلاعاتو د مرکز په قول راپور ورکړ د لبنان د وروستیو پیښو په هکله د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د پیغام متن په دې ډول دی:

بسم الله الرحمن الرحیم

په لبنان کښې د بې د فاع خلکو وژل له یوې خوا یو ځل بیا د ټولو لپاره د صهیونیسټ لیوني سپيي وخشي خوی ښکاره کړ، او له بلې خوا یې د غاصب رژیم د مشرانو تنګ نظري او  ناوړه سیاست ثابت کړ.

په صهیونیسټ رژیم باندې د واکمن ترور بانډ په غزې کښې له خپل یوه کلن جنایتکارانه جنګ څخه درس وانخیست او ونه توانید پوه شي چې د غیر پوځي خلکو ، ماشومانو او د ښځو ډله ئیزه وژله نشي کولای د مقاوت سازمان په پیاوړي جوړښټ  اغیر وشیندي او هغه له پښو وغورځوي.

 صهیونیسټ رژیم همدا اوس هماغه له لیونتوب څخه ډک سیاست په لبنان کښې ازمايي.

صهیونیټ جنایتکاران پوه شي دوې دومره توان نلري چې د لبنان د حزب الله پیاوړي جوړښټ ته مهم ګوزار ورکړي. د سیمې د مقاومت ټول ځواکونه د حزب الله په څنګ کښې دي او د هغوې ملاتړي دي.

د دغه سیمې برخلیک به د مقاومت ځواکونه  چې په سر کښې یې حزب الله دی وټاکي.

د لبنان خلکو دغه خبره نه ده هیره کړي چې یو وخت د صهیونیسټ غاصب رژیم پوځیانو تر بیروت پورې سیمو باندې بریدونه کول، دا حزب الله غورځنګ و چې د هغوې پښې یې غوڅې کړې او لبنان یې عزیز او سرلوړی کړ.

نن سبا به هم لبنان په حول و قوه اي الهي سره تیریګر ،تورمخی  او خبیث دښمن پښیمانه کړي.

په ټولو مسلمانانو باندې فرض دی چې په خپلو امکاناتو سره د لبنان د خلکو او د سرلوړي حزب الله په څنګ کښې ودریږي او له غاصب ، ظالم او خبیث رژیم سره په مقابلې کښې د هغوې مرسته وکړي.

والسلام علی عباد الله  الصالحین

سید علي خامنه ای

د تلې د میاشتې ۷ ۱۴۰۳

https://iqna.ir/fa/news/4239118

captcha