IQNA

د پاکستان په پاره چنار کښې د شیعه مسلمانانو هدفمنې وژلې یویشت کسان وژلي

6:26 - September 29, 2024
د خبر لمبر: 3489918
د پاکستان په شمال لویدیځ کښې پروت په پاره چنار سیمه کښې په نویو خونړیو جنګونو کښې یودیرش کسان وژل شوي او کابو اویا نور ژوبل شوي دي.

ایکنا خبري اژانس د العالم خبري چینل په قول راپور ورکړ چې د پاکستان د کرمې ضلعې په بیلابیلو کلیو او سیمو کښې  په تیرو پینځو ورځو جنګونو کښې تراوسه یودیرش کسان وژل شوي او کابو اویا نور ژوبل شوي هم دي.

په پاکستان کښې شیعه ډلو ته نږدې سرچینو وویل تکفیري او سرزوري ډلې د ځمکې پرسر له اختلافاتو په ناوړه استفادې سره د کرمې ضلعې په تیره بیا د پاره چنار ښار د شیعه  مسلمانانو هدفمنه وژله ترسره کوي.

د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د حکومت او د قبایلي مشرانو له هڅې سره سره په کرمې ضلعې کښې د اوربند د ټینګیدا پلان ناکامه پاتی دی.

کرمه قبایلي سیمه چې اوس ضلع شوي ده د پاکستان په شمال لویدیځ کښې او له افغانستان سره په سرحد کښې پرته ده  او همدغه چارې په کرمې ضلعي کښې د ناامنۍ د رامینځته کولو لپاره د ملیشا ډلو او په  ګډو سرحدونو باندې د کافي کنټرول د نلرلو په وجه د ترهګرو او د تکفیري ډلو د ناوړه استفادې په هکله د پاکستان په سیاسي او مذهبي ګوندونو کښې اندیښنې رامینځته کړي دي.

د پاکستان په کرمې سیمې په تیره بیا پاره چنار کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د اهل بیت علیهم السلام د پیروانو وژل او د سرزورو وهابي ډلو د تاوتریخوالو تاریخچه تیرو کلونو ته ورستنیږي.

د پاکستان په کرمه سیمه کښې د مذهبي او د فرقه ايي ډلو ترمینځ خونړي جنګونه له تیرو وختونو څخه روان دي او د دغه سیمې ډیر شیعه مسلمانان پکښې وژل شوي هم دي.

په کرمې کښې تر ټولو ستر او اوږد جنګ په دوه زره اوم (۲۰۰۷)میلادي کال کښې شوی و چې پکښې تکفیري ترهګرو ډلو دغه سیمه په تیره بیا پاره چنار سیمه په کاملا ډول  کلابنده کړي وه.

د دوه زره دولسم میلادي کال له جنورۍ میاشتې څخه د دوه زره دیارلسم میلادي کال د جنورۍ د میاشتې تر دیرشمې نیټې پورې د تکفیري ترهګرو ډلو په اوه اویا حملو کښې شپږ سوه پینځه دیرش  شیعه مسلمانان شهیدان  او په  سلګونو نور ژوبل شوي وو.

د تکفیري ډلو لخوا دغه حملې او تاوتریخوالي د دغه سیمې د خلکو د شیعه توب په خاطر دي.

د کرمي سیمې ډیرو خلکو د کارونو لپاره نورو هیوادونو ته مهاجرت کړی دی او د کرمې شیعه مسلمانان مجبوره دي چې د خپل عاید یوه برخه د وسلو د اخیستلو او د خپلو کورنیو او د خپلې ټولنې د دفاع لپاره مصرف کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4238931

captcha