IQNA

د حسن نصر الله ټرور ته د بنیامین نتانیاهو غبرګون

10:49 - September 30, 2024
د خبر لمبر: 3489924
د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر نتانیاهو د سید حسن نصر الله ټرور ته په خپل لومړي ګستاخانه غبرګون کښې وویل:

: د اسرائیلو کار تراوسه ختم شوی نه دی او دغه رژیم به په راتلونکو ورځو کښې نورې حملې هم وکړي.

ایکنا خبري اژانس د الجزیرې ټيلي ويژن په قول ویلي د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو په یوې ویډیو کښې د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصر الله د شهادت په هکله ګستاخانه غبرګون سره چې بیلابیلو نړیوالو شخصیتونو او تشکلونو اعتراضونه یې راپارولي دي ادعا وکړه : د حسن نصر الله حذفول د قدرت د انډول د بدلولو لپاره ضروري شرط و.

نتانیاهو ادعا وکړه: مونږ همدا اوس له تاریخي بدلون سره مخ یوو او د حسن نصر الله حذفول له مخکې څخه د معلوم شوي هدف د تحقق یعني خپلو کورونو ته د  نیواکي ټاټوبو د شمالي سیمو د خلکو بیرته ستنولو لپاره مهم ګام دی.

د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نتانیاهو د طوفان الاقصی د عملیاتو په بهیر کښې د اسرائیلو رژیم په سختو ماتیو باندې سترګو پټولو سره وویل مونږ سترې بریاوې ترلاسه کړي دي ؛ خو  کار ختم شوی نه دی او په راتلونکو ورځو کښې به له سترو چیلنجونو سره مخامخ شو.

د ویلو ده په نیویارک کښې د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو له شتون سره په یووخت د تلې د میاشتې په شپږمه نیټه د مازیګر په وخت د صهیونیسټ رژیم پوځ د لبنان د بیروت په ضاحیه سیمې باندې تیریګرې حملې وکړې چې له کبله یې د حزب الله مشر سید حسن نصر الله له یوشمیر نورو مهمو قومندانانو او ملګرو سره یوځاې شهید شو.

په دغو حملو کښې د لبنان د حزب الله د یوشمیر مهمور مشرانو او غړیو په شهیدا او ژوبلیدا سربیره په سلګونو نور ملکي وکړي چې ښځې او ماشومان پکښې شامل دي هم شهیدان او ژوبل شول.

https://iqna.ir/fa/news/4239399

captcha