IQNA

شیخ نعیم قاسم : ټرورونو د مقاومت د لارې او د وس په دوام باندې هیڅ اغیز نه دی کړی

13:52 - October 01, 2024
د خبر لمبر: 3489927
د لبنان د حزب الله مرستیال شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ : د سید حسن نصر الله او د مقاومت د یوشمیر نورو لوړرتبه قومندانانو له شهادت سره سره به د لبنان حزب الله هماغه راز په قدرت سره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي

 او دغو ټرورونو  د مقاومت په وسونو باندې هیڅ اغیز نه دی کړی.

ایکنا خبري اژانس د العالم ټیلي ويژن په قول راپور راکړی د لبنان د حزب لله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم پرون د لبنان له ځايي وخت سره سم د غرمې په دولس بجې وینا وکړه.

شیخ نعیم قاسم په یوې وینا کښې چې نیغ په نیغه د لبنان له المنار ټیلي ويژن څخه خپره شوه وویل: د خپل ژوند په تر ټولو غمجنو او تر ټولو تیارو شیبو کښې وایم چې مونږ یو ورور، یو عاشق او یو پلار سید حسن نصر الله له لاسه ورکړ.

شیخ نعیم قاسم زیاته کړه: د شهید حسن نصر الله لومړیتوب تل  د عربي او د اسلامي وحدت په چوکاټ کښې قدس شریف و.

سید حسن نصر الله داسې ستر مجاهد و چې هر څه یې لرل د خدای په لاره کښې یې وبخښل.

شیخ نعیم قاسم مقاومت ته د شهیدانو د «سید «وفادارۍ او د بې ساري شخصیت ځانګړتیاو ته په اشارې سره وویل : حسن نصر الله له خلکو سره مینه کوله او د مقاومت له شهیدانو او ژوبلو کسانو سره یې زیاته دلچسپۍ لرله.

د حسن نصر الله زړه په اصیل اسلام باندې له ایمان لرلو ډک و او د فلسطین او د فلسطین د ټولو پلویانو حقیقي عاشق و.

هغه په سیمه کښې د امریکا  سلطې ته د ماتي د ورکولو هڅه کوله.

مونږ د حسن نصر الله د شهادت په هکله حضرت امام زمان علیه السلام، ولي امر مسلمین حضرت امام خامنه اي، د حسن نصر الله کورنۍ او د سیمې ټولو ملتونو ته تسلیت وایو.

شهید نصر الله له هغو وروڼو سره یوځاې چې د هغه په څنګ کښې شهیدان شول د افتخار تر ټولو لوړ میډال ترلاسه کړ.

شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ: شهید سید  حسن نصر الله په اسلام کښې جذب شوی و ، او هغه د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه لارې ته دوام ورکونکی و او د حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په لاره کښې یې حرکت کاوه.

سید حسن نصر الله خپل هر څه د خدای په لاره کښې قربان کړل. سید حسن نصر اله د فلسطین د ازادۍ عاشق و.

د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم  قاسم ټینګار وکړ: د سید حسن نصر الله او د مقاومت د یوشمیر نورو لوړرتبه قومندانانو له شهادت سره سره به حزب الله هماغه راز په قدرت سره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي او دغو ټرورونو د مقاومت په وسونو باندې هیڅ اغیز نه دی لرلی.

شیخ نعیم قاسم زیاته کړه: صهیونیسټ رژیم په ټول لبنان کښې د ملکي خلکو، د روغتیا د مرکزونو او د روغتونونو پرضد حملې پیل کړي دي او د خلکو عام وژله یې پیل کړي ده او امریکا په ټولو امکاناتو سره د اسرائیلو ملاتړ کوي. که چیرې اسرائیل باوري دی چې  په نړیوال سویه د ده خلاص لاسونه او د تیریو لپاره د هغه اراده هغه خپلو هدفونو ته رسوي نو وهم لري.

شیخ نعیم قاسم زیاته کړه: مونږ د متعال خدای په مرستې سره دوام ورکړ او دوام به ورکړو ځکه چې مونږ داسې خلک یوو چې په خدای پاک او د هغه د بریالیتونو په وعدې اعتماد لرو.

هغه ډول چې دښمن ادعا کوي، د حسن نصر الله د شهادت په وخت د حزب الله د شلو مشرانو په ګډون سره غونډه نه ده شوي.

د شهید نصر الله د ملګرو د شمیر په هکله د دښمن ادعاګانې ناسمې دي او زمونږ د ستر سردار او د نورو قومندانانو شهادت به لشکریان لړزانده کړي مونږ دوام ورکړ او خپلو  سرشیندنو ته دوام ورکوو.

شیخ نعیم قاسم وویل : د لبنان حزب الله خپلو هدفونو ته دوام ورکوي  او د کنټرول سیسټم او مشرۍ خپل کار ته دوام ورکوي او د ځاې ناستو پلان اجرا کوي.

دوهمه خبر دا چې د یوشمیر مشرانو له لاسه ورکول کیدا  او په ملکي وګړو باندې د اسرائیلو له حملو سره سره به مقاومت له غزې ، فلسطین او لبنان څخه ملاتړ او ټرورونو ته ځواب ورکولو ته دوام ورکړي.

شیخ نعیم قاسم په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د مشرۍ نظام په هغه دقت سره چې سید حسن نصر الله رامینځته کړی دی دوام لري ډاګینه کړه مونږ په میدان کښې یوو او یوه ذره به هم د سید حسن نصر الله له دریځونو لاس وانخلو.

هغه وویل د مقاومت ځواکونه د صهیونیسټ رژیم له ځمکني یرغل سره مقابلې ته چمتو دي مونږ به له جګړې څخه بریالي ووځو او اسرائیل پوځي ظرفیت ته نشي رسیدلای.

د لبنان حزب الله د تلې د میاشتې په اومه نیټه په یوې بیانیې کښې د خپل  مشر سید حسن نصر اله د شهادت په تائیدولو سره وویل چې سید حسن نصر الله د بیروت په ضاحیه سیمې باندې د تیرې جمعې په مازیګر د اسرائیلو  په جنایتکارانه حملو کښې شهید کړ.

حزب الله د خپلې بیانیې په دوام کښې له شهید سید حسن نصر الله سره تړون وکړ چې له دښمن سره په مقابلې کښې به خپل جهاد ، د فلسطین او د غزې ملاتړ او له  پایداره او شریف لبنان څخه دفاع کولو ته دوام ورکړي.

 https://iqna.ir/fa/news/4239729

captcha