یکنا خبري اژانس د ای ای هیبا پریس ټکی کام ar.hibapress.com)) په قول راپور ورکړ د دغو سیالیو نهايي امتحانات او ازموینې د تلې د میاشتې له شپږمې نیټې څخه په فاس ښار کښې پیل شوې او تر دریو ورځو پورې یې دوام درولود.
په اته څلویښتو افریقايي هیوادونو کښې د محمد السادس فاونډیشن څانګو په دغو سیالیو ګډون وکړ او یوسل اتلسو کسانو چې دولس یې ښځې وې په دغو سیالیو کښې په انلاین ډول او له نورو هیوادونو څخه له یوبل سره سیالۍ وکړې.
د دغو سیالیو د جیوریسټانو په کمیټۍ کښې د مراکش او د نورو افریقايي هیوادونو جیوریسټان شامل وو چې په فاس سیمه کښې په حضوري ډول یې د ګډون کونکو کسانو د سیالیو جاجونه وکړه.
د دغه سیالیو د غوره کسانو نومونه تراوسه په رسمي ډول په رسنیو کښې نه دي اعلان شوي ؛ خو د پاې په مراسمو کښې د سیالیو د ترسره کونکو چارواکو لخوا د هرې څانګې او برخې بره کسان او ګټونکي معرفي شول او درنښت یې وشو.
https://iqna.ir/fa/news/4239781